د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د خوست ولایت له زندانه لیدنه وکړله

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۷:۳۵
خوست

د دې ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري محمد بلال"فاتح" او مل پلاوي یې خوست ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د زندان مسوولینو سره يې پر اړوندو مسایلو بحث وکړ.

داراز، محترم قاري محمد بلال فاتح د نوموړي ولایت د زندان له زندانیانو سره هم ولیدل او د هغوی د ستونزو تر اورېدو وروسته یې وویل، « موږ ډېر کوښښ کړی چې اصلاحي او روزنیز پروګرامونه عملي کړو، نو هیله لرم چې له یوې خوا دا پروګرامونه په زندان کې ستاسو د اصلاح او بیا روزنې لامل شي او له بلې خوا تاسو هم ترې له بدو او ناروا کړنو څخه د ډډه کولو لپاره ګټه واخلئ او هم له بنده وروسته د یو سالم وګړي په توګه خپلې کورنۍ او ټولنې سره یو ځای شئ ».

محترم قاري محمد بلال فاتح په مشرۍ پلاوي د یاد ولایت د زندان له پایوازانو سره له نږدې ولیدل ستونزې او غوښتنې یې ترې واورېدې چې نوموړو د پایوازۍ په برخه کې د تګ راتګ د وسایطو، پلورنځیو او نورو اسانتیاوو برابرولو په پار له پلاوي مننه وکړله.  

داراز، نوموړي پلاوي د یادې برخې مسوولینو ته په خبرو کې وویل چې خپلو مسوولیتونو ته د پاملرنې تر څنګ پایوازانو سره ښه چلند وکړي.

همداراز، د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د خوست ولایت د توقیفخونې څخه د لیدنې ترڅنګ د یاد ولایت د توقیفخونې له توقیفیانو سره له نږدې ولیدل د هغوی ستونزې او غوښتنې يې واورېدې او د حل په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

دغه راز، محترم قاري محمد بلال فاتح په مشرۍ پلاوي د یاد ولایت د ښځینه زندان بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او هغوی ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

همداشان، د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال په مشرۍ  پلاوي د خوست ولایت د ماشومانو اصلاح او روزنې مرکز څخه لیدنه وکړله.

محترم قاري محمد بلال فاتح د یاد  مرکز له محجوزینو سره هم ولیدل او هغوی ته یې په خپل خبرو کې وویل چې دلته چې ستاسو د  اصلاح په موخه د زده کړو زمینه برابره شوې، خپل وخت بې ځایه تېر نه کړئ هڅه وکړئ چې دیني، عصري او حرفوي زده کړو څخه ګټه پورته او د خپل د حجز مودې پوره کېدو سره سم خپلې کورنۍ سره د سالمو وګړو په څېر یو ځای شئ.

په پای کې، نوموړي  پلاوي د یاد زندان اداري، روغتیايي، ښوونیزې، روزنیزې او نورې خدماتي چارې له نږدې وارزولې او د لا ښه والي لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

 

رجب المرجب ۱۵/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۴۲
Background image

د ایران اسلامي جمهوري دولت له لورې(۱۶۴) تنه محکوم په حبس افغانان ا.ا.ا. ته وسپارل شول

د ا.ا.ا. د زندانونو چارو د تنظیم ادارې په غړیتوب د افغان زندانیانو د رالېږد کمېټې په هڅو او د ایران اسلامي جمهوري دولت د حسن نیت پر بنسټ تېره ورځ د (۳) مېرمنو په ګډون(۱۶۴) تنه محکوم په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۱:۱۵
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څرخي پله مرکزي محبس د امنیتي معاون په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزرا  عالي مقام په منظورۍ  د څرخي پله مرکزي محبس د نوي امنیتي معاون په توګه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، محترم مل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۵۱
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د شفاهي هدایت سره سم په کندهار زندان کې فقهي مجلس دائر شو

یاد مجلس، چې د کندهار زندان په مسجد کې دایر شوی په کې د کندهار زندان رئیس محترم مولوي محب الله "ګرمسیري"، د کندهار زندان مدرسې(مصباح العلوم منصوریه) اړوند (٥٥) تنو علماوو او یو شمېر. . .

BACK TO NEWS