د زندانونو چارو د سمون ادارې د وسایطو د ترمیم د تخنیکي ورکشاپ مسوولین زیاتوي چې تېر کال یې(۸۷۰) ځلي د مرکز او ۳۳ ولایتونو د زندانونو وسایط بیا رغولي

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۲۹ - ۱۰:۲۵
خدمات

د زندانونو چارو د سمون ادارې د وسایطو د ترمیم د تخنیکي ورکشاپ مسوولین زیاتوي چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د وسایطو د ترمیم د تخنیکي ورکشاپ چې په مختلفو تخنیکي وسایلو مجهز او باتجربه کاري ټيم سمبال ورکشاپ دی په تېر ( ۱۴۰۲ ه ش)کال کې یې ۸۷۰ ځلې د مرکز او ولایتو د زندانونو وسایط چې مختلف عوارض یې لرل په درې کټکوریو کې چې د ۵۰۰ وسایطو جاري بیا رغونه، ۳۱۰ وسطي رغونه او ۶۰ عرادې وسایط چې نیمه فعال او غیر فعال په کې شامل وو د یاد ورکشاپ د اړوندو تخنیکي او فني کارکوونکو له لوري بیا رغول شوي دي.  

داراز د نوموړو مسوولینو په وینا، سږ کال په جریان کې یې د ۲۹۵ وسایط چې۲۰ یې اساسي، ۲۰ وسطي او ۱۷۵ نورو وسایطو جاري رغونې ته اړتیا لرله رغولي او دا لړۍ لا دوام لري څو په خبره یې د ادارې په ټرانسپورټي برخه کې خنډ رامنځته نه شي او چارو ته پروخت رسېدنه وشي.

 

صفر المظفر ۱۴/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۱۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څارنې او ارزونې ریاست له لورې د مرکزي واحدونو مسوولینو ته د ربعوار راپور د چوکاټ تشریح تر نامه لاندې یو ورځینۍ سمینار ترسره شو.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي ضیاألرحمن "سعید" په داسې حال کې، چې د ادارې یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود، د یاد سمینار پر ارزښت سربېره په چارو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۰
Background image

د بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لورې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په همکارۍ د دې ادارې د مرکز او ولایتونو یو شمېر مسوولینو ته د «بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې» تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۴۹
Background image

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د بلخ ولایت له زندان سره د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته کې، چې د کالیو منځلو پودر، صابون، غاښونو کریم، ترموزونه، ستلونه او د پاکۍ لپاره نور د اړتیا وړ توکي شامل ول، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو. . .

BACK TO NEWS