د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال او مل پلاوي یې د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزه لیدنه وکړه

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳۰ - ۱۲:۲۰
مرکز اصلاح

د دغې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله"بدر" په مشرۍ یوه پلاوي د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز څخه د لیدنې پرمهال په داسې حال کې، چې د دغه مرکز رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري" هم شتون درلود، په یاد مرکز کې له کارکوونکو سره وکتل او هغوی ورته له خپله اړخه د دې مرکز او محجوزینو لپاره د برابروشویو امکاناتو، مرستو او وړاندې شویو خدمتونو په اړه لازم معلومات ورکړل.

همداشان، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله"بدر"د نوموړي مرکز له محجوزینو سره هم له نږدې ولیدل، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او د رسېدنې په موخه یې د یاد مرکز مسوولین متوجه کړل.

همدارنګه، پلاوي د دې مرکز د محجوزینو له ښوونېز بهیر څخه هم ارزونه وکړه او نوموړو ته د دې مرکز د مسوولینو له خوا د دیني، عصري او حرفوي زده کړو په برخه کې د ښو لاسته راوړنو د ستاینې ترڅنګ، د یادو ماشومانو لپاره د لا نورې ښې او خوندي فضا د رامنځته کولو په هکله لازمې لارښوونې وکړې.

شعبان المعظم ۸/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست    

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۹:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس په مشرۍ پلاوي د هلمند ولایت له زندانه لیدنه وکړله

د محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوي له نوموړي زندان څخه د لیدنې پرمهال لومړی د دې زندان له رئیس محترم ملا بهاوالدین سره پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې او هغه ورته له خپله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۲۲
Background image

ولایتي خبرونه: (ننګرهار، بلخ، نورستان) د ننګرهار ولایت په زندان کې (۴۴) تنه ښځينه زندانيانې له ديني زده کړو فارغې شوې

 د نوموړي زندان  د ښوونې او بيا روزنې مديريت له لوري د زندان په ښځينه بلاک کې ۴۴ تنه ښځينه زندانيانې، چې د ښځينه ښوونکو له خوا ورته تدريس کېده، د قرآنکريم د تجويد، سيرت النبي ﷺ او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۳۱
Background image

ولایتي خبر: (پکتیکا) د پکتیکا ولایت د زندان پرسونل او زندانیانو لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ پای ته ورسېده

د دغه ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" زیاتوي، په یاد زندان کې د ورزش مینه والو زندانیانو او پرسونل شپږو لوبډلو ترمنځ دوستانه سیالۍ ترسره شوې.

د مسوولینو  په وینا،. . .

BACK TO NEWS