د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس د کابل ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې له توقیفخونې لیدنه وکړه

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۴:۳۷
مشاور

محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" او ورسره مل پلاوي یې د کابل ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې توقیفخونې له مسوولینو سره ولیدل او پر اړوند مسایلو یې خبرې اترې او سلا مشورې وکړې.
داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس په مشرۍ پلاوي د نوموړې توقیفخونې توقیفیانو سره هم له نږدې وکتل، د هغوی وضعیت یې وارزاوه، چې په دې ترڅ کې توقیفیانو له دوی سره د مسوولینو چلند ښه یاد کړ او د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه یې وکړه.
همدا راز، پلاوي له یوې خوا نوموړو توقیفیانو ته ډاډ ورکړ چې په دې برخه کې به له عدلي او قضایي اورګانونو سره یې دا غوښتنه شریکوي او له بلې خوا یې د نوموړې توقیفخونې مسوولينو ته د توقیفیانو لپاره د اسانتياوو پر زیاتولو، ستونزو او روا غوښتنو ته یې د رسېدنې په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
په پای کې د محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوي د دې توقیخونې اداري شعبي، د خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځي، تعمیراتي او روغتیايي چارې، امنیتي پوستې، ټاورونه او قراولونه وارزول او د شتو ستونزو د حل لپاره یې اړوند مسوولین متوجه کړل.


شوال المکرم ۲۷/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۱۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څارنې او ارزونې ریاست له لورې د مرکزي واحدونو مسوولینو ته د ربعوار راپور د چوکاټ تشریح تر نامه لاندې یو ورځینۍ سمینار ترسره شو.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي ضیاألرحمن "سعید" په داسې حال کې، چې د ادارې یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود، د یاد سمینار پر ارزښت سربېره په چارو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۰
Background image

د بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لورې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په همکارۍ د دې ادارې د مرکز او ولایتونو یو شمېر مسوولینو ته د «بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې» تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۴۹
Background image

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د بلخ ولایت له زندان سره د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته کې، چې د کالیو منځلو پودر، صابون، غاښونو کریم، ترموزونه، ستلونه او د پاکۍ لپاره نور د اړتیا وړ توکي شامل ول، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو. . .

BACK TO NEWS