د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس د کابل ولایت د مرکزي توقیفخونې څخه لیدنه وکړه

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۵ - ۹:۳۶
توقیف

د دې ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوی د کابل ولایت مرکزي توقیفخونې ته لاړ او هلته یې د دې ولایت د توقیفخونو له رئیس محترم قاري محمدګل "جګرخون" سره په لیدنه کې په اړوندو مسایلو بحث وکړ.
یاد پلاوي د دغې توقیفخونې د روغتیايي چارو له مسوولینو سره هم ولیدل او نوموړو ته یې په خبرو کې زیاته کړه:« له توقیفیانو سره ښه چلند تر خوا د هغوی روغتیا ته د پاملرنې په هدف له هېڅ راز امکاناتو څخه درېغ ونه کړئ». 
په ورته وخت کې، د محترم مولانا په مشرۍ پلاوي د نوموړې توقیفخونې له پلورنځي څخه په لیدنه کې د نرخ نامې د ارزونې وروسته پلورونکي ته سپارښتنه وکړه څو توکي د بازار په بیه و پلوري.
داراز، پلاوي د یادې توقیفخونې له توقیفیانو سره په نږدې کتنه کې، د هغوی وضعیت وارزاوه او د اسانتياوو پر زیاتولو، ستونزو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په موخه مسوولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.
همدا راز، پلاوي د مرکزي زندان د امنیتي ټاورونو، پوستو، او قراولونو څخه هم ولیدل او اړوند مسوولینو ته یې د امنیت د لا ټینګښت په موخه یو لړ سپارښتنې وکړې.

جمادي الاول ۲۲/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د هرات ولایت له ښځینه محبس سره د سره صلیب او یونیسف موسسې له لوریو  د کتابونو، حفظ الصحې، او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو د سره صلیب نړۍوالې کمېټې او یونیسف موسسې له لوریو ښځینه محبوسینو، د کالیو منیځلو پوډر، شامپو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۴:۴۳
Background image

د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان کارکوونکو ته د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې دوه ورځینی ورکشاپ پیل شو

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د یاد زندان ملکي او نظامي کارکوونکو ته به د زندانیانو  ښې ساتنې او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۱۰
Background image

د کابل ولایت د څرخي پله ښځینه محبس کارکوونکو ته د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې یو ورځینی ورکشاپ ورکړل شو

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د یاد زندان ښځینه کارکوونکو ته په زندانونو کې د یادې کمېټې پېژندنې،. . .

BACK TO NEWS