د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس او مل پلاوي یې د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزه لیدنه وکړه

د دغې ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ یوه پلاوي د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز څخه د لیدنې پرمهال په داسې حال کې، چې د دغه مرکز رئیس محترم مولوي شرافت الله"حقاني" هم شتون درلود، په یاد مرکز کې له کارکوونکو سره وکتل او هغوی ورته له خپله اړخه د دې مرکز او محجوزینو لپاره د برابروشویو امکاناتو، مرستو او وړاندې شویو خدمتونو په اړه لازم معلومات ورکړل.
همداشان، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس د نوموړي مرکز له محجوزینو سره هم له نږدې ولیدل، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او د رسېدنې په موخه یې د یاد مرکز مسوولین متوجه کړل.
همدارنګه، پلاوي د دې مرکز د محجوزینو لپاره د خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځي او روغتیايي چارو وضعیت له نږدې وارزاوه او د شتو نیمګړتیاوو د بشپړولو او حل ترڅنګ یې د هغوی د نظافت په پام کې نیولو او د لاښو چوپړتیاوو برابرولو په موخه اړوندو مسولینو ته د پام وړ لارښونې وکړې.
ربیع الاول ۳۰/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت