د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس او مل پلاوي یې د میدان وردګ ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳۱ - ۱۴:۲۶
ولایتی

د دغې ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوي د میدان وردګو ولایت د زندان له مسوولینو سره ولیدل او په اړوند مسایلو یې ورسره خبرې اترې وکړې. په ورته وخت کې، پلاوي د یاد زندان له روغتون او د زندانیانو او پرسونل لپاره له پخلنځي څخه په لیدنه کې ډاکټرانو ته د ناروغانو د روغتیا ساتنې په موخه د لا پاملرنې زیاتولو او ښې درملنې په هدف د هڅو ترڅنګ، پخوونکو ته د غذايي توکو د کیفیت لا ښوالي او د نظافت په پام کې نیولو لارښوونه وکړه. داراز، د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس په مشرۍ پلاوي د نوموړي زندان د نورو برخو د ارزونې ترخوا له زندانیانو سره هم له نږدې وکتل، د هغوی وضعیت یې وارزاوه چې نوموړو د خپلو غوښتنو د یادولو ترڅنګ له دوی سره د مسوولینو چلند ښه یاد کړ. همدا راز، پلاوي نوموړو زندانیانو ته ډاډ ورکړ چې په وخت به یې ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه کېږي، او اړوندو مسوولينو ته یې د نوموړو لپاره د اسانتياوو پر زیاتولو، ستونزو او روا غوښتنو ته یې د رسېدنې په موخه لازمې لارښوونې وکړې. محرم الحرام ۱۵/ ۱۴۴۶ د مقام د دفتر ریاست د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۱:۱۵
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څرخي پله مرکزي محبس د امنیتي معاون په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزرا  عالي مقام په منظورۍ  د څرخي پله مرکزي محبس د نوي امنیتي معاون په توګه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، محترم مل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۵۱
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د شفاهي هدایت سره سم په کندهار زندان کې فقهي مجلس دائر شو

یاد مجلس، چې د کندهار زندان په مسجد کې دایر شوی په کې د کندهار زندان رئیس محترم مولوي محب الله "ګرمسیري"، د کندهار زندان مدرسې(مصباح العلوم منصوریه) اړوند (٥٥) تنو علماوو او یو شمېر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۰:۳۹
Background image

تر دا دمه له ایرانه (۵۹۱) تنه محکوم په حبس افغانان هېواد ته رالېږدول شوي دي

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" چې په دې وروستیو کې یې د افغان زندانیانو د رالېږد کمېټې د مهم غړي په توګه د ایران هېواد ته رسمي سفر درلود او. . .

BACK TO NEWS