د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مدیریتونو د دندو پر لایحو بیا کتنه وشوه
د دغې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په مشرۍ نن(یکشنبې) د یوې غونډې پرمهال د ادارې د مرکزي نظامي برخو د مدیریتونو د دندو پر لایحو بیا کتنه وشوه.
داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال په دې غونډه کې امنیتي مسوولینو ته د ورسپارل شویو مسوولیتونو د پر وخت او ښه ډول ترسراوي ترڅنګ، د دندو د لایحو د منظم تطبیق په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
په ورته وخت کې، د یادې ادارې د مرکزي نظامي برخو مدیرانو د دندو د لایحو اړوند خپل برابر کړي معلومات د ادارې د نظامي چارو مرستیال سره شریک کړل.
همداراز، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر د دې غونډې ګډونوالو ته د زندانیانو د لاښه امنیت په رامنځته کولو او چارو کې د لا نورو مثبتو ګامونو پورته کولو په موخه ګټورې مشورې ورکړې.
شعبان المعظم ۲۱/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
