د زندانونو چارو د سمون ادارې د مرکز کابل او (۳۳) ولایتونو د زندانونو رئیسانو، مرستیالانو او امرینو ته د زندانونو د رهبرۍ، اداري نظم او د زندانیانو د سالمې ساتنې په موخه (۱۵) ورځینۍ سمینار پیل شو

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۱۵:۵۴
سیمینار

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" نن (یکشنبه) په داسې حال کې، چې د یادې ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"، د ادارې سلا کار محترم قاري عبدالله "همدرد"، د نظامي معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" او د مرکزاو ولایتونو یو شمېر رئیسانو، امرینو او د نظامي برخې مسوولینو شتون درلود، د سمینار د پرانيستو پر مراسمو کې ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل: خپله او هم ترلاس لاندې پرسونل خپلو مسوولیتونو ته متوجه کړئ، څو په اداري چارو کې نیمګړتیاوې حل او لا ښه کاري چاپېریال رامنځته ته شي.

محترم الحاج مولوي محمد یوسف مستري زیاته کړله، چې ستاسو هڅه به دا وي څو خپل مسوولیتونه او چارې په ښه توګه تنظیم، د زندانیانو په ساتنه او پالنه کې خپلې هڅې لا زیاتې، په زندانونو کې هم د هغوی انساني او شرعي حقوقونو درناوی او له دوی سره د خپلو کورنیو د غړیو په څیر چلند وکړئ او د خلکو خادمان اوسئ.

په ورته وخت کې، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري" د سمینار ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ زیاته کړه، لکه څنګه چې تاسو ټولو ته روښانه ده، اوس زندانونه د اصلاح او د شخصیت جوړونې په مرکزونو بدل شوي او د یاد سمینار موخه هم د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مسوولینو ترمنځ ښه همغږي رامنځ ته کول دي، څو د یو بل له تجربو څخه په ګټې اخیستنې سره د هغوی ښې روزنې او پالنې کې کوټلي ګامونه واخلي.

همداراز، د سمینار ویناوالو په خپلو خبرو کې، د مشرانو په اطاعت ټینګار سره د زندانیانو شرعي حقونه خوندي او د انساني کرامت پر رعایتولو سره د زندانیانو د حال احوال څخه ځانونه خبر، غوښتنو او ستونزو ته یې پر وخت رسیدنه وکړئ.

د یادنې وړ بولو، چې دغه سمینار به پنځلس ورځې دوام وکړي او د نوموړې ادارې اړوند مرکزي ریاستونه به په خپل وار سره خپلې کړنې او تجربې له ګډونوالو سره شریکې او په دې برخه کې به هراړخیز معلومات وړاندي کړي.

 

صفر المظفر ۲/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۱۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څارنې او ارزونې ریاست له لورې د مرکزي واحدونو مسوولینو ته د ربعوار راپور د چوکاټ تشریح تر نامه لاندې یو ورځینۍ سمینار ترسره شو.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي ضیاألرحمن "سعید" په داسې حال کې، چې د ادارې یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود، د یاد سمینار پر ارزښت سربېره په چارو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۰
Background image

د بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لورې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په همکارۍ د دې ادارې د مرکز او ولایتونو یو شمېر مسوولینو ته د «بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې» تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۴۹
Background image

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د بلخ ولایت له زندان سره د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته کې، چې د کالیو منځلو پودر، صابون، غاښونو کریم، ترموزونه، ستلونه او د پاکۍ لپاره نور د اړتیا وړ توکي شامل ول، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو. . .

BACK TO NEWS