د زندانونو چارو د سمون ادارې د مرکزي برخو رئیسانو، امرینو او مدیرانو ته د زندانیانو لپاره د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه یو ورځينی سیمینار جوړ شو
دغه سیمینار چې د نوموړې ادارې د اړوندې برخې له خوا د مرکزي ریاستونو، امریتونو او مدیریتونو لپاره جوړ شوی و، په کې د محابسو د بنسټیزو ستونزو او حل لارو او زندانیانو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو.
د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې چې د دې ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي مالي "اخندزاده" او د مرکزي برخو یو شمېر نورو رئیسانو، امرینو او مدیرانو هم شتون درلود، د یاد سیمینار د پرانیستنې پرمهال ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او نوموړی سمینار يې د چارو د ښه پرمخ وړلو او د پرسونل د وړتیا لوړولو لپاره مهم یاد کړ.
همدا راز، د ادارې د نظامي چارو مرستیال مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې زندانیانو ته د اسانتیاوو د برابرولو هڅې لا زیاتې او ستونزو ته یې پروخت رسېدنه وکړي.
ذوالحجه ۲۱/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
