د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعمیراتو رئیس د نیمروز ولایت د زندان له رغنیزو چارو لیدنه وکړه
تېره ورځ د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف " مستري" په سپارښتنه د ادارې د تعمیراتو رئیس محترم عبدالرحمان "عابد" په مشرۍ یو پلاوی نیمروز ته ولاړ او د دغه ولایت د زندان له مسوولینو سره یې د تعمیراتي او رغنیزو چارو اړوندو مسایلو په هکله خبرې اترې وکړې.
په دې خبرو اترو کې، د نیمروز ولایت په زندان کې د بندیانو د ډېروالي او د ځای د کمښت له امله پرېکړه وشوه، چې د زندان په انګړ کې یوه بله ودانۍ جوړه او لازم امکانات ورته برابر شي.
پلاوی وايي: « په نیمروز کې د زندان د پخوانۍ ودانۍ سربېره بله نوې ودانۍ هم شتون لري، خو زموږ ارزونه دا ښيي، چې هغه له مرکزه ۲۵ کیلومټره لرې واټن لري او دې نوې ودانۍ ته د اوبو، برېښنا او نورو امکاناتو برابرولو لګښت ورځ تر بلې زیاتېږي، بله دا چې د زندان په پخوانۍ ودانۍ کې د بندیانو شمېر او جذب مخ په زیاتېدو دی، خو ځای یې کم دی، نو له دې امله پرېکړه مو وکړه چې لازمه ده د همدې پخواني زندان په انګړ کې دننه یوه بله څلور پوړیزه ودانۍ جوړه او دغه ستونزه يې حل شي».
د پلاوي په خبره، دوی به یاده موضوع په مرکز کې له رهبرۍ سره شریکوي او تر غور او مشورې وروسته به د نوموړې ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شي.
د یادولو وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین ژمن دي، څو په دوامداره توګه د هېواد د مرکز او ولایاتو له زندانونو لیدنه او په هره برخه کې یې ستونزو او اړتیاوو ته پروخت رسېدنه وکړي.
ربېع الثاني ۶/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست
