د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعمیراتو رئیس د ننګرهار ولایت د زندان له تعمیراتي چارو څخه لیدنه وکړه
د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه د ادارې د تعمیراتو رئیس محترم عبدالرحمان "عابد" په مشرۍ یو پلاوی ننګرهار ولایت ته ولاړ او هلته یې د دغه ولایت د زندان له مسوولینو سره د تعمیراتي او رغنیزو چارو په اړه خبرې اترې وکړې.
په دې خبرو اترو کې، د ننګرهار ولایت د زندان د تعمیراتي او برېښنا سیسټم په برخه کې ټولې ستونزې او اړتیاوې په ګوته او د حل لپاره یې د رسېدنې ژمنه وشوه.
په ورته وخت کې، د یاد زندان مسوولینو په دغه زندان کې د زندانیانو د لا هوساینې په هدف د یو شمېر نورو تعمیراتي خدمتونو د زیاتولو غوښتنه وکړه چې د پلاوي له لوري ورته یاده موضوع په مرکز کې له رهبرۍ سره د شریکولو او تر غور او مشورې وروسته د ډېر ژر رسېدنې ډاډ ورکړل شو.
صفر المظفر ۲۳/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت