د زندانونو چارو د سمون ادارې او د پوهنې وزارت ترمنځ د زندانیانو د ښوونیزو او روزنیزو برنامو او د مخکینیو لاسلیک شویو هوکړه لیکونو د لا ښه عملي کېدو په موخه غونډه ترسره شوه

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۲۸
تعلیم تربیه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري" او د پوهنې محترم وزارت د سواد زده کړو استازو محترم رمضان "همت"، محترم فرهاد "معصومي"، د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست استازو عبدالحی "حامي"، حقیق الله "عقیق" او د مدارسو او دارالحفاظونو ریاست استازي عبدالقادر "حبیبي" په ګډون د دې غونډې پرمهال، د یادې ادارې اړوند زندانونو کې د زندانیانو لپاره د معیاري ښوونیزو برنامو او د دواړو اورګانونو ترمنځ د مخکینیو لاسلیک شویو هوکړه لیکونو ښه تطبیق په هکله هر اړخیزې خبرې اترې او د نظرونه تبادله وشوه.

په ورته وخت کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس د غونډې ګډونوالو ته زندانیانو ته د روانو ښوونیزو او روزنیزو پروګرامونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او په دې برخه کې یې د لاسته راوړنو ترڅنګ، د شته ستونزو په اړه هم شریکې کړې، چې د پوهنې محترم وزرت استازو له خوا یې له خپلو مشرانو سره د حل په موخه عملي ګامونه پورته کولو لپاره د هغو د شریکولو ژمنه وشوه. 

د یادونې وړ بولو، چې دمګړۍ د زندانونو چارو د سمون ادارې له خوا د نورو اړوندو امارتي اورګانونو په همکارۍ د دې ادارې تر چتر لاندې په ټولو زندانونو کې ښځينه او نارینه محبوسینو، محجوزینو ماشومانو او توقیفیانو لپاره د ديني، عصري او کسب زده کړو او ورزشي روزنیزو او تفرېحي برنامو بهیر په منظم ډول روان دی او ګڼ شمېر زندانیان له دې فرصته ګټه اخلي، څو له ازادېدو وروسته وکولای شي په ټولنه کې مثبت رول ولوبوي.

 

شوال المکرم ۲۹/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امری

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS