د زندانونو چارو د سمون اداره کې د اساسي قانون په اړه د پوهاوي سیمینار جوړ شو

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۷ - ۲۲:۳۵
سمینار آگاهی‌دهی از قانون اساسی افغانستان، در ادارۀ تنظیم امور زندان‌ها برگزار گردید

یاد یو ورځینی سیمینار د( افغانستان په اساسي قانون کې د اتباعو اساسي حقونو څېړنې) تر سرلیک لاندې د اساسي قانون پرتطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون له خوا په کابل کې د دغې ادارې ملکي او نظامي پرسونل د پوهاوي لپاره جوړ شو.

د سیمینار په پيل کې د زندانونو چارو د سمون اداره کې د جمهوري ریاست د فرمانونو د تطبیق رئیس، محترم ډاکټر سید آقا "موسوي نژاد " د خپلو خبرو پرمهال وویل، دا اداره تل د ازادۍ سلب په ټولو مرکزونو کې د بندیانو او توقیفیانو حقونه د بشري حقونو د قوانینو، په ځانګړې توګه د اساسي قانون پربنسټ رعایتوي.

محترم موسوي نژاد زیاته کړه، باید له زندانیانو سره داسې چلند وشي، چې تر خوشې کېدو وروسته پخپله پر خپل ځان قانون په ښه توګه پلی کړي.

وروسته د اساسي قانون پرتطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون د اړیکو او د اساسي قانون د پوهاوي ډیپارټمنټ رئیس، محترم محمد ضیاء " فرهمند" د افغانستان د اتباعو د حقونو په اړه د پوهاوي ترڅنګ، په اساسي قانون کې د دولت او حکومت په هکله هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه، د افغانستان اساسي قانون د ټولو خلکو ملاتړ ته اړتیا لري، ځکه په دې قانون کې نه یواځې د قضائیه او مجریه قوو، بلکې د ټولو وګړو مکلفیتونه روښانه شوي دي.

دغه راز، د نوموړي کمېسیون د اړیکو او پوهاوي ډیپارټمنټ متخصص محترم لطف الله " رحیمي" د سیمینار ګډونوالو ته د افغانستان د اساسي قانون په رڼا کې د بیان ازادۍ په چوکاټ کې د اتباعو د ازادیو، د مېشت ځای د حرمت، ټولنو، لاریونونو او رسنیو د حقونو اړوند هراړخيز معلومات ورکړل.

د ياد کمېسيون غړو همداشان د سیمينار په لړ کې د يو شمېر ګډونوالو پوښتنو ته هم ځوابونه ورکړل.

په پای کې د زندانونو چارو د سمون اداره کې د جمهوري ریاست د فرمانونو د تطبیق رئیس محترم موسوي نژاد د قانون په پلي کولو او رعايتولو کې د( افغانستان په اساسي قانون کې د اتباعو اساسي حقونو څېړنې) تر سرلیک لاندې نوموړی يوورځينی سيمينار ډېر مثبت ګام ياد کړ او د اساسي قانون پرتطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون څخه يې د مننې ترڅنګ وغوښتل، څو په راتلونکې کې هم دغې ادارې سره د ورته سيمينارونو په جوړولو کې همکاري وکړي.

د هغه په خبره، دا ډول سيمينارونه کولای شي په حقوقي برخه کې د ادارې د ملکي او نظامي پرسونل د وړتيا او پوهاوي په لوړولو کې ډېره مرسته وکړي.

زمری-۱۷/ ۱۴۰۰

د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۰/۵/۲۲ - ۱۲:۰
Background image

د نشه‌يي توکو د پرېښودنې له مرکزه ۵۰ تنو روږدو بنديانو روغتیا ترلاسه کړه

د کابل څرخي پله مرکزي زندان امنیتي مرستیال محترم سمونوال محمود "احمدزي" په دې اړه د یو محفل پرمهال، چې د یاد مرکز رئیس، ډاکټرانو، د زندان یو شمېر نظامي مسوولینو او روغو شویو بندیانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۲:۳۰
Background image

په کابل ښځینه زندان کې د کسب او سواد زده کړې د زده کوونکو د فراغت مراسم ترسره شول

یادو مراسمو کې، چې د کابل مرکزي زندانونو رئیس محترم میرویس "بهاوي"، د ښځینه زندان یو شمېر ملکي او نظامي مسوولینو، ښځینه بندیانو او له خطر سره مخامخ ماشومانو د خوندیتوب موسسې استازې مریم. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۷ - ۲۲:۳۵
Background image

د زندانونو چارو د سمون اداره کې د اساسي قانون په اړه د پوهاوي سیمینار جوړ شو

یاد یو ورځینی سیمینار د( افغانستان په اساسي قانون کې د اتباعو اساسي حقونو څېړنې) تر سرلیک لاندې د اساسي قانون پرتطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون له خوا په کابل کې د دغې ادارې ملکي او نظامي. . .

BACK TO NEWS