د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څرخي پله مرکزي محبس د امنیتي قطعې قوماندان په دنده پیل وکړ

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۱:۵۵
معرفی

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه او اړتیا ته په کتو، محترم مولوي محمد نبي د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، د څرخي پله مرکزي محبس د امنیتي قطعې نوي قوماندان په توګه اړوند پرسونل ته معرفي او نوموړي هم رسماً خپله دنده پیل کړله.

د نوموړي محبس رئیس محترم قاري محمدګل "جګرخون"، د یادو مراسمو پرمهال خپلو خبرو کې وویل: «هیله لرو، چې دغه تغییر او تبدیل د چارو د ښوالي او پرمختګ سبب وګرځي او په دې  برخه کې ښې لاسته راوړنې ولرو».

د دې مراسمو په پای کې، محترم مولوي محمد نبي په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه، چې تل به د اسلامي شریعت په رڼا کې خپل هېواد او هېوادوالو ته خدمت کوي او ورسپارل شوي مسوولیتونه به په پوره رېښتینولۍ او امانتدارۍ سرته رسوي. 

 

صفر المظفر ۲۵/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۳۸
Background image

پکتیکا ولایت په زندان کې ۴۰ تنو محبوسینو د قرانکریم د حفظ او ناظرې دوره پایته ورسوله

د دغه زندان مسوولین وايي، زندانیانو ته د دیني زده کړو د برنامو او د قرانکریم د تکړه او ماهرو استادانو د هڅو پرمټ، د دې زندان د دیني مدرسې څخه ۴۰ تنه محبوسینو د حفظ او ناظرې دوره پایته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۵:۳۲
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس د ایران سفارت مرستیال سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل په دې لیدنه کې، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف"مستري"په کابل کې د ایران سفارت مرستیال محترم سید حسن "مرتضوي" سره په داسې ح

په دې لیدنه کې، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف"مستري"په کابل کې د ایران سفارت مرستیال محترم سید حسن "مرتضوي" سره په داسې حال کې، چې د نظامي چارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۴:۵۵
Background image

ولایتي خبر(فاریاب، پکتیا،کونړ)

د فاریاب ولایت په زندان کې (۳۰) تنه محجوزین او ښځینه زندانیان د خياطۍ کورس څخه فارغ شول

د یاد زندان رئیس محترم مولوي محمد موسی" ایمل"د یادو مراسمو پر مهال وويل؛ په بېلابیلو برخو کې د. . .

BACK TO NEWS