د زندانونو د سمون ادارې یو پلاوي د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو له زندانونو څخه لیدنه وکړه
د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد يوسف "مستري" په سپارښتنه، د دې ادارې استازي مولوي رحیم الله "مدني" په مشرۍ پلاوي لغمان، ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو ته د سفر پرمهال د نوموړو ولایتونو له زندانونو لیدنه وکړه او له مسوولینو او پرسونل سره يې د يادو زندانونو پر اداري او تخنیکي او نورو اړوندو چارو بحث وکړ.
داراز، پلاوي د اړوندو ولایتونو د زندانونو د اداري او تخنیکي برخو څخه ارزونه وکړه او اړوندو مسوولینو ستونزې او غوښتنې له نږدې وارېدې او د چارو د لا ښه پر مخ وړلو په موخه یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
پلاوي د دغو ولایتونو د زندانونو د بندیانو سره هم کتلي او د هغوی ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه کړې، چې په ولایتي کچه د حل وړ وې، او هغه چې حل یې ډېر وخت ته اړتیا لرله او په مرکزي مربوطه مسوولینو پوري یې اړه لرله د حل ژمنه وکړه.
د یادونې وړ بولو، چې د ازادۍ سلب مرکزونو څخه د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ پلاوي او نورو مسوولینو د لیدنو موخه د یادو مرکزونو د وضعیت ښه کول، ستونزو ته رسېدنه، بندیانو، توقیفیانو او محجوزینو ته د خدمتونو وړاندې کولو او اسانتیاوو برابرولو زیاتول، د چارو چټکوالی او په دې برخو کې د لاسته راوړنو بډاینه ده.
ربیع الثاني ۳۰/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت