د زندانونو د سمون ادارې د تعمیراتو رئیس په مشرۍ یو پلاوي د خوست، پروان او بامیانو ولایتونو تعمیراتي او تخنیکي چارې وارزولې

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په هڅو او د هېواد زندانونو ته د پاملرنې په لړ کې، د ادارې د تعمیراتو رئیس محترم الحاج عبدالرحمن "عابد" د پلاوي په مشرۍ د خوست، پروان او بامیانو ولایتونو تعمیراتي چارو د ارزونو ترڅنګ د اوبو د ژورې څاه ګانو په کیندلو سره د اوبو د کموالي رامنځ ته شوې ستونزې هوارې شوې.
داراز، محترم الحاج عبدالرحمان عابد زیاتوي چې د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ سره په پام کې لري څو د بامیان ولایت زندان په انګړ کې د کاري چارو د لا ښه پرمخ وړلو په موخه د یو نوي بلاک د جوړونې چارې په نږدې راتلوونکې کې پیل کړي.
همداراز، د تعمیراتو رئیس په مشرۍ پلاوي د پراون ولایت د زندان د نوې ودانۍ جوړېډلو چارو څخه هم لیدنه وکړله او قراردادي شرکت مسوولینو ته یې د کار په چټکیا او د لوړ کیفیت په پام کې نېولو سره ټېنګار وکړ.
جمادي الثاني ۱۲/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت