د خوشې شویو بندي مجاهدینو د ستونزو د حل رئیس د کورنیو چارو وزارت د کریمنالتخنیک له عمومي رئیس سره ولیدل

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۰ - ۱۴:۴۴
ریاست زندانی ها

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په لارښوونه، د خوشې شویو بندي مجاهدینو د ستونزو د حل رئیس محترم ملا محمد نور "بلال شاهین" تېره ورځ کابل کې د کورنیو چارو وزارت د کریمنالتخنیک له عمومي رئیس محترم مولوي زیارمل "خطاب" سره د خوشې شویو بندي مجاهدینو د ځينو مربوطه ستونزو د حل په موخه خبرې اترې وکړې.‎ په ورته وخت کې، د کورنیو چارو وزارت د کریمنالتخنیک عمومي رئیس له خپله اړخه د زندانونو چارو د سمون ادارې له ياد ریاست سره د اړوندو ستونزو د هوارۍ په هدف د رسېدنې ژمنه وکړه.

شوال المکرم ۲۰/ ۱۴۴۴

د مقام د دفتر

ریاست د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۴۹
Background image

د کونړ ولایت د زندان نظامي مدیر او مل پلاوي یې د دې ولایت د پېچ درې ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

د دغه ولایت د زندان نظامي مدیر او مل پلاوي تېره ورځ د نوموړي ولایت د پیچ درې ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړلې.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۱۳
Background image

د حفظ او مراقبت او حفظ الصحې کمېټې مدیریت د پیاوړتیا لپاره درې ورځینی ورکشاپ پای ته ورسېد  

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مرکز او ولایتونو زندانونو د هماهنګی، روغتیا، مالي، تفتیش، خدماتو او تعمیراتو برخې مسوولینو ته د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) له لوري د حفظ او مراقبت او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۰:۴۰
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ د کابل ولایت د نشه یي توکو ځانګړي امنیت لرونکي محبس څخه لیدنه وکړله

د محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوی په داسې حال کې، چې د دې ادارې د داخلي پلټنې رئیس محترم الحاج ډاکټر غوث الدین "سیف" ورسره و، د نوموړي محبس څخه د لیدنې پرمهال، د یاد م. . .

BACK TO NEWS