د خوشې شویو بندي مجاهدینو د ستونزو د حل او هغوی سره د مرستو په موخه غونډه جوړه شوه

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۱۱:۹
خوشی شوی

دغه غونډه، چې تېره ورځ د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په کوربه توب او د دې ولایت د امنیې قومندانۍ د امنیتي چارو مرستیال مل پاسوال مولوي محمد طاهر "مبارز"، د ختیځ زون د خوشې شویو بندي مجاهدینو د ستونزو د حل مدیر محترم قاري ضیاالرحمن، یو شمېر ملکي او نظامي مسوولینو او د خوشې شویو بندي مجاهدینو په ګډون جوړه شوې وه، په کې د یادو مجاهدینو د ستونزو د حل او له هغوی سره د ممکنه مرستو د برابرولو په اړه خبرې اترې وشوې. 
د ننګرهار د امنیې قومندانۍ د امنیتي چارو مرستیال نوموړو مجاهدینو ته په خبرو کې وویل: «د ا.ا.ا. مشران ستاسو د ستونزو د حل لپاره ځانګړې برنامې لرې، څو ستاسو په شان وړ او په کار پوه کسانو ته ځای ورکړل شي او زه هم ژمنه کوم چې د دغې قومندانۍ په تشکیل کې به ستاسو له ډلې یو شمېر مجاهیدین په دندو ځای پرځای کړم».
په ورته وخت کې، دغو مجاهدینو د ننګرهار ولایت د امنیې قومندانۍ له یادې ژمنې مننه وکړه او د ا.ا.ا. له نورو مسوولینو څخه یې هم د دوی د برخلیک روښانه کولو او ستونزو ته یې د ژر تر ژره رسېدنه غوښتنه وکړه.
د غونډې په پای کې د ختیځ زون د خوشې شویو بندي مجاهدینو د ستونزو د حل مدیر د خپلو خبرو پرمهال، د دغو مجاهدینو د ستونزو د حل ترڅنګ د دوی د حقونو رعایتولو او ورته د پام وړ اسانتياوو برابرولو په موخه ډاډ ورکړ.

شوال المکرم ۲۳/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS