د خوست ولایت په زندان کې زندانیانو ته وړیا روغتیايي کمپ جوړ شو

news_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۰:۳۶
خوست

د خوست ولایت د زندان د مسوولینو په هڅو او همکارۍ، د یاد ولایت د درملو خصوصي ټولنې له لوري د زندانیانو لپاره وړیا یو ورځنی روغتیايي کمپ جوړ شو.

په دغه روغتیايي کمپ کې زندانیانو ته روغتیايي معاینات ترسره او د اړتیا وړ درمل په وړیا توګه ورکړل شول، چې د زندانیانو د روغتیايي ستونزو په تشخیص او درملنه کې یې مهمه مرسته وکړله.

د خوست ولایت د زندان امر محترم مولوي ذبیح الله "طلحه" د درملو خصوصي ټولنې له مسوولینو څخه د زندانیانو سره د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو له امله مننه او قدرداني وکړله.

نوموړي دغه راز له نورو خیریه بنسټونو، سوداګرو او مرستندویه ادارو وغوښتل چې د زندانیانو د روغتیا، زده کړو، حرفوي روزنې او نورو اړینو برخو کې ورته بشري او خیریه مرستې او همکارۍ ترسره کړي.

د زندانونو چارو د تنظیم اداره تل هڅه کوي چې د دغې ادارې د بودجې سربېره د اړوندو ادارو او خیریه بنسټونو په همکارۍ، محبوسینو او محجوزینو ته د روغتیايي، تعلیمي او حرفوي خدمتونو د وړاندې کولو زمینه لا پراخه کړي.

 

ربیع الاول ۲۹/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

لوګر ولايت په زندان کې د ۲۵۰ تنو زندانیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

 

د لوګر ولایت د زندان امر محترم مولوي حمیدالله "حیدري " وویل، په دې زندان کې د ۲۵۰ تنو بندیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې. . .

BACK TO NEWS