د بلخ ولایت د زندان (۳۲۲) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۴:۷
بلخ

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون دارې په همغږۍ  زندانونو  د محبوسینو د نسبتي دوسیو کره څېړنه کړې، چې د هغوی د څېړنې او نظر پربنسټ او د افغانستان د سترې محکمې عالي مقام د تاییدۍ په اساس د بلخ ولایت د زندان (۱۳۴) تنو محبوسینو د حبس پاتې مودې عفو او خوشې شول او (۱۸۸) تنو نورو د حبس په موده کې تخفیف یا کموالی راغی.

د یادونې وړ بولو، چې د یاد بهیر په ترڅ کې هغه محبوسین او محجوزین له عفوې او تخفیف څخه برخمنېدای شي، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې له خوا زندانونو کې د دیني او عصري علومو، کسب زده کړو، اصلاحي او نورو ښوونیزو او روزنیزو علمي او عملي برنامو کې یې ښه برخه اخیستې وي، په سلوک کې یې اصلاح راغلې وي او د ټاکل شوي حبس درېیمه برخه یې بشپړه کړې وي.

 

ربېع الاخر ۱۵/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۱۳
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال د تخنیک او اسلحو عمومي مدیریت له یو شمېر نظامي مسوولینو سره ولیدل

 محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په خپل کاري دفتر کې د دې ادارې د تخنیک او اسلحو عمومي مدیر سمونوال مولوي محمد برات "ابوبکر" او یو شمېر نظامي برخو مسوولینو سره د یادې لیدنې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۱:۵۸
Background image

ولايتی خبرونه:(پکتیا، ننګرهار، سرپل) د سرپل ولایت د زندان د زندانیانو له خوا د تراوېح لمونځونو پرمهال د قرآن عظیم الشان ختم پایته ورسېدل

د یاد زندان مسوولینو په دې اړه د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې د روژې مبارکې میاشتې د فضلیتونو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل:« دا چې دا میاشت د قرانکریم د نزول میاشت ده او د مسلمانانو د نفس. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

ولایتي خبرونه: (سرپل، سمنګان، غور) د سرپل، سمنګان او غور ولایتونو د زندانونو څخه په سلګونه تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د یادو ولایتونو د زندانونو د محبوسینو د نسبتي دوسیو تر کره څېړنې وروسته د سرپل، سمنګان او غور. . .

BACK TO NEWS