د بامیان ولایت د زندان رئیس او مل پلاوي یې د دې ولایت د یو شمېر ولسوالیو د توقیفخونو د بیا فعالیت په موخه سفر وکړ

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۷ - ۱۵:۳۰
bamin

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه د بامیان ولایت د زندان رئیس محترم مولوي محمد ابراهیم "حقاني" او مل پلاوي یې د ورس، پنجاب او د  یکاولنګ د ۱ نمبر او ۲ نمبر  ولسوالیو د توقیفخونو د بیا فعالیت په موخه یادو ولسوالیو ته سفر وکړ او هلته یې د دې ولسوالیو له ولسوالانو، امنیه قوماندانانو، د محکمې له رئیسانو او د استخباراتو له مدیرانو سره ولیدل او په دې اړه یې ورسره سلا مشورې وکړې.
د بامیان ولایت د زندان رئیس وویل: 《د یادو توقیفخونو په فعالولو سره به د دې ولسوالیو توقیفیانو ستونزې هوارې، چارو ته به یې په وخت رسېدنه او لازمې اسانتیاوې  ورته برابر شي.》
د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې به د نوموړو ولسوالیو توقیفیان د بامیان ولایت مرکزي توقیفخونې ته رالېږدول او ساتل کېدل.

شوال المکرم ۲۷/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست 
اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۴۲
Background image

د ایران اسلامي جمهوري دولت له لورې(۱۶۴) تنه محکوم په حبس افغانان ا.ا.ا. ته وسپارل شول

د ا.ا.ا. د زندانونو چارو د تنظیم ادارې په غړیتوب د افغان زندانیانو د رالېږد کمېټې په هڅو او د ایران اسلامي جمهوري دولت د حسن نیت پر بنسټ تېره ورځ د (۳) مېرمنو په ګډون(۱۶۴) تنه محکوم په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۱:۱۵
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څرخي پله مرکزي محبس د امنیتي معاون په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزرا  عالي مقام په منظورۍ  د څرخي پله مرکزي محبس د نوي امنیتي معاون په توګه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، محترم مل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۵۱
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د شفاهي هدایت سره سم په کندهار زندان کې فقهي مجلس دائر شو

یاد مجلس، چې د کندهار زندان په مسجد کې دایر شوی په کې د کندهار زندان رئیس محترم مولوي محب الله "ګرمسیري"، د کندهار زندان مدرسې(مصباح العلوم منصوریه) اړوند (٥٥) تنو علماوو او یو شمېر. . .

BACK TO NEWS