د ازموینې ملي ادراې عمومي رئیس د زندانونو چارو د سمون ادراې له لورې د مرکز او (۳۳) ولایتونو د زندانونو رئیسانو ،امرینواو نظامي مدیرانو ته د زندانیانو سالمې ساتنې د مهارتنونو او پوهاي لوړونې له سمیناره لیدنه وکړله.

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۱۴:۸
خبر سیمینار

دغه سمینار چې د نوموړې ادارې عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف مستري په سپارښتنه د مرکز او )۳۳( ولایتونو د زندانونو رئیسانو، امرینو، او نظامي مدیرانو د مهارتونو او پوهاوي لوړولو په موخه څو ورځې وړاندې پیل شوی، تېره ورځ د ازموینې  ملي ادراې عمومي  رئیس محترم شیخ عبد الباقي "حقاني" په داسې حال کې چې یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود لیدنه وکړله.
محترم شیخ عبدالباقي حقاني د سمینار ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل؛ هر انسان ته الله (جل جلاله) په ټولنیز ژوند او چارو کې یو لړ صلاحیتونو ترڅنګ مسوولیتونه هم ورکړی چې خپلې چارې په ریښتینوالۍ او  په ښه توګه ترسره کړي. 
همداراز، نوموړي د اداري چارو د ښه تنظیم په موخه داسې سمینارونه مهم یاد کړل او ګډونواو ته یې زیاته کړله چې له داسې فرصت څخه باید ښه ګټه پورته او په چارو کې له مشورې او مصلحت څخه په ګټې اخیستنې سره خپلې دندې د اسلامي اصولو او د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې ترسره کړئ.
دغه سمینار چې څو ورځې وړاندې پیل شوی د (۱۵) ورځو په موده کې به یادو ګډونوالو ته د زندانونو د رهبرۍ، اداري نظم او د زندانیانو د سالمې ساتنې لپاره د مهارتونو او پوهاي په اړه هراخیز معلومات ورکړل شي.

شعبان المعظم ۱۲/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS