د ا.ا.ا. یو شمېر لوړپوړو چارواکو د زندانونو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ پلاوي سره وکتل

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۰ - ۱۵:۴۹
كابل

د ا.ا.ا. د کډوالو او بیا راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي خلیل الرحمان "حقاني"، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین محترم مولوي شېرمحمد عباس "ستانکزي" او د کورنیو چارو وزارت استازي محترم مولوي محمدقاسم "ابراهیمي"، د زندانونو چارو د سمون ادارې له رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" سره په داسې حال کې، چې د ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" او یو شمېر ملکي او نظامي مسوولینو هم شتون درلود، وکتل.
په دې کتنه کې، د هېواد د زندانونو، توقیفخونو او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو پر اړوندو مسایلو، لاسته راوړنو، محکومینو، تورنو او محجوزینو لپاره پر برابرو شویو اسانتیاوو او ستونزو بحث او خبرې اترې وشوې.
تر یادې کتنې وروسته، د ا.ا.ا. نوموړو چارواکو او د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبرۍ پلاوي د کابل څرخي پله له مرکزي زندانه لیدنه وکړه، او هلته یې بندیانو ته د کورنیو سره یې د ټلیفوني اړیکو نیولو لپاره د (پي سي او) اسانتیا په ګډون له یو شمېر نورو امکاناتو ارزونه وکړه او هغه یې وستایل.
دغه راز، یادو چارواکو او د ادارې رهبرۍ پلاوي دې ادارې پورې اړوند مرکزي (۵۰) بستریز روغتون ته ورغلل، د دغه روغتون روغتیايي امکانات او بندیانو ته په کې برابرې شوې اسانتیاوې یې وارزولې او د لاښه والي هیله یې څرګنده کړه.
د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري تل د ازادۍ سلب مرکزونو ارزونې او لیدنې ته د ا.ا.ا. د چارواکو او مسوولینو د پاملرنې جلبولو په هڅه کې دي، څو له یوې خوا د دې دروند مسؤلیت د ترلاسه کولو په لاره کې د ستونزو د حل لپاره ورسره مرسته وکړي او له بلې خوا یې د مثبتو نظریاتو پرمټ د چارو د ګټورتوب او اغېزمنتوب بهیر غښتلی کړي.

رجب المرجب ۱۸/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS