د ا.ا.ا. د چارو ادارې عمومي رئیس له مرکزي زندانه ليدنه وکړه

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳ - ۱۴:۴۵
دیدار رییس اداره امور

 

د ا.ا.ا. د چارو ادارې عمومي رئیس محترم شېخ الحدیث مولوي نورالحق  "انور" په داسې حال کې، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري"، د دې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي ضیاءالرحمن "سعید"، د کابل ولایت د توقیفخونو رئیس محترم قاري محمد ګل "جګرخون" او یو شمېر نورو مسوولینو یې ملتیا کوله، د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان څخه د لیدنې پرمهال د دې زندان له محبوسینو او توقیفیانو سره وکتل او د هغوی د حال پوښتنه یې وکړه.

نوموړو محبوسینو او توقیفیانو د چارو ادارې عمومي رئیس سره په دې کتنه دوی ته د زندانونو چارو د سمون ادارې له پاملرنې او ورسره د نېک چلند له امله د رضایت په څرګندولو وویل، دلته د دوی ټول انساني او شرعي حقونه په ښه توګه رعایت کېږي او له هېڅ راز کړاو او تکلیف سره مخ نه دي.

په ورته وخت کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" د چارو ادارې عمومي رئیس ته د ښه راغلاست  ویلو ترڅنګ، نوموړي ته ډاډ ورکړ چې د دغې ادارې په ټولو اړوندو زندانونو کې زندانیانو ته د دیني او عصري علومو، ښوونیزو او روزنیزو پروګرامونو او حرفوي زده کړو په ګډون نورې لازمې اسانتیاوې برابرې شوې او د دې ادارې ملکي او نظامي مسوولین او پرسونل شپه او ورځ د مربوطه چارو د ښه پرمخ وړلو او د یادو اسانتیاوو او امکاناتو پرمټ د زندانیانو د ښې ساتنې او پالنې په موخه نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

داراز، د چارو ادارې عمومي رئیس په دې کتنه کې یادو محبوسینو او  توقیفیانو ته وویل، زندان د مجرم لپاره د عبرت اخیستلو، د جرم له بیا تکراره د ډډه کولو او د ازادۍ سلبېدو په ګډون د نورو پایلو څخه د خبرېدو ځای دی، خو هغه د محترم مولوي محمدیوسف "مستري" د خبرو په تایید سره زیاته کړه، «له نېکه مرغه اوس چې د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوند زندانونه په ډېرو ښو ښوونیزو او روزنیزو امکاناتو سمبال دي، نو زه ډاډه یم چې له هغو څخه د برخمنېدو له امله به تاسو له بنده تر ازادېدو وروسته ترې ښه ګټه واخلئ». 

محترم شېخ الحدیت مولوي نورالحق "انور" د زندانونو چارو د سمون ادارې له خوا د زندانیانو لپاره د ترسره شویو  فعالیتونو په اړه خوښي وښوده او له خپل اړخه یې یادې ادارې سره د هر راز مرستې ژمنه وکړه.

په پای کې د دغې ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري"  د چارو ادارې له دې ژمنې مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د دوی مرستې به د زندانیانو د ژوندانه چارو لا ښه والي سره مرسته وکړي.

 

ذوالحجة الحرام ۱۶/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۴:۵۹
Background image

ولایتي خبرونه:(بادغیس، لغمان، غزني، غور) د بادغیس ولایت د زندان مسوولینو د کونړ ولایت له زلزله ځپلو سره مرسته وکړله

د نوموړي زندان مسوولینو وویل، د یاد زندان د مسوولینو له لورې د کونړ ولایت زلزله ځپلو سره مالي مرسته را ټوله کړې او د یاد ولایت د مرستو راټولو کمېسیون ته یې وسپارل، چې د زلزلې له امله. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۴:۴۴
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس په کابل کې د یوناما دفتر له مشرې  سره تودیعي ناسته ترسره کړله

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په داسې حال کې چې د دې ادارې یو شمېر رئیسانو او مسوولینو هم شتون درلود، د افغانستان لپاره د یوناما له مشرې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۴:۳۸
Background image

د کونړ ولایت زندان لپاره نوی امر وټاکل شو

د زندانونو چارو د سمون ادارې له خوا مولوي نعمت‌الله "زيد" د کونړ ولایت د زندان د نوي امر په توګه معرفي او په رسمي ډول یې خپله دنده پیل کړله.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د ننګرهار. . .

BACK TO NEWS