د ا.ا.ا. د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او څارنې لوی رياست يوه پلاوي د بامیان ولايت له زندان لیدنه وکړه

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۲ - ۱۳:۵۴

د نوموړې ادارې د نظامي څارنې رئیس محترم مولوي عصمت الله "محمدي" په مشرۍ يوه پلاوي د بامیان ولایت له زندانه لیدنه وکړه او د دې زندان له رئیس محترم مولوي محمد ابراهیم "حقاني" او یو شمېر مسوولینو سره يې د ا.ا.ا. عاليقدر مشرتابه له خوا د زندانیانو د سزا د عفوې او تخفیف اړوند فرمانونو د تعقیب او پلي کولو په هکله خبرې اترې وکړې. همداشان، پلاوي د بامیان ولایت له زندانه د لیدنې پرمهال په دغه زندان کې د یادو فرمانونو د پلي کولو د ارزونې ترڅنګ، د خوشې شویو زندانیانو دوسیې هم وڅېړلې او د هغو له شفافیت څخه یې ډاډ ترلاسه کړ. په ورته وخت کې، د نظامي څارنې رئیس محترم مولوي عصمت الله "محمدي" په مشرۍ بامیان ته تللي پلاوي د یاد ولایت د زندان له مسوولینو څخه مننه وکړه، چې د امیرالمؤمنین شېخ القران والحدیث مولوي هبة الله "اخندزاده" (حفظه الله) له خوا د محکومینو او تورنو د سزا د عفوې او تخفیف اړوند فرمانونه یې په شفافه او منظمه توګه پلي کړي او د زندانیانو د خوشې کولو په برخه کې یې عدالت په ښه توګه ټینګ کړی دی. د زندانونو چارو د سمون ادارې د ا.ا.ا. د عالیقدر مشرتابه د یادو صادرېدونکو فرمانونو تعقیب او پلي کول خپل مسولیت ګڼي او په دې برخه کې یې تل له عدالت او شفافیت څخه کار اخیستی دی او په راتلونکې کې به هم د دې مسئولیت ښه ترسره کولو ته په پوره رېښتينولۍ دوام ورکوي. شوال المکرم ۱۲/ ۱۴۴۴ د مقام د دفتر ریاست د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۵:۲۴
Background image

د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان رئیس د افغانستان لپاره  د سره صلیب نړيوالې کمېټې مسوول او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وليدل

محترم الحاج مولوي عبدالمالک "خاکسار"‌ د سره صلیب نړیوالې کمېټې له مسوول او مل پلاوي  سره د نوموړي زندان له زندانیانو د سره د هغوی د کورنیو غړیو د لیدو کتو (پایوازۍ ) بهیر او د  هغوی د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۴:۱۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس په مشرۍ پلاوي د هلمند ولایت د کجکي او سنګین ولسوالیو د توقیفخونو ودانیو رغنیزو چارو  څخه لیدنه وکړله

د دې ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په داسې حال کې چې د هلمند ولایت د زندان رئیس محترم الحاج ملا بهاوالدین "عاطف"،  د صنعتي امر محترم ملا سیف الله "انوري" او یو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان رئیس د یوناما له پلاوي سره وليدل

محترم الحاج مولوي عبدالمالک "خاکسار"‌ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستندویه ماموریت (یوناما) له پلاوي سره په دې لیدنه کې د دې زندان د زندانیانو د ژوندانه د وضعیت، د هغوی د. . .

BACK TO NEWS