د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د کابل څرخي پله مرکزي محبس او د توقیفخونې له مسوولینو سره ولیدل

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۰ - ۱۴:۴۶
معاون پاالیسی

د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ او د نظامي چارو د معاونیت د ارکان رئیس محترم الحاج پاسوال اسدالله "مولانا"، د عدلي او قضايي ارګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق" او د پالېسۍ او مسلکي چارو معاونیت د دفتر امر محترم خلیل الله "بکتاش" په ملتیا يوه پلاوي د کابل مرکزي توقیفخونې له رئیس محترم قاري محمد ګل "جیګرخون" او د دې ولایت د مرکزي محبس له یو شمېرمسوولینو سره ولیدل او په اړوندو موضوعاتو یې خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې د کابل ولایت د توقیفخونې او څرخي پله مرکزي محبس مسوولینو ستونزې او غوښتنې د نوموړې ادارې سرپرست او مسلکي چارو مرستیال سره شریکې کړې چې د هغه له لورې ورته د یادو ستونزو د هوارۍ په موخه ډاډ ورکړل شو.

داراز، محترم "همدرد" مسوولینو ته په خبرو کې وویل چې خپلو کاري چارو ته چټکټیا ورکړي او اداري کارونو ته په وخت رسېدنه وکړي.

همداراز، نوموړي د کابل ولایت توقیفخونې او څرخي پله مرکزي محبس مسوولینو ته د زندانیانو د انتقال او محکماتي چارو د اسانتیاوو د رامنځ ته کولو په موخه لازمې لارښوونې وکړې.    

د یادولو ده چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین په دوامدار ډول د هېواد د ټولو ولایتونو د زندانونو او توقیفخونو د وضعیت ارزول، د مثبتو چارو غښتلتیا او ستونزو ته یې پروخت رسېدنه خپل مسوولیت ګڼي او په دې لاره کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

ربیع الاول ۱۷/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۱۹
Background image

 ولایتي خبرونه: (پکتیا، کونړ) د پکتیا ولایت په زندان کې زندانیانو ته د )اصلاح او بریا( تر سرلیک لاندې د والیبال سیالیو ټورنمنټ پای ته ورسېد

دغه ټورنمنټ، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست په هڅو شاوخوا یوه میاشت وړاندې پیل شوی و، په کې د پکتیا د زندان د زندانیانو د(۳) لوبډلو، د دې زندان د مسوولینو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال خوست ولایت زندان څخه تر لیدنې وروسته د دې زندان لپاره نوی امر معرفي کړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې، چې د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل"، د لوګر ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مسوولینو ته د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب او تنظیم په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو، چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د پلان او پالېسی. . .

BACK TO NEWS