د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولینو لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې له خوا د تغذیې په اړه دوه ورځينی سیمینار پایته ورسېد

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۳۰ - ۱۱:۴۰
icrrc

دغه سیمینار، چې د افغانستان لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې د تغذیې، د زندانونو چارو د کارپوهۍ او اقتصادي تامیناتو د برخو د مسوولینو له خوا د مرکز سربېره د شاوخوا (۱۰) ولایتونو د زندانونو مسوولینو لپاره تېره ورځ پیل او نن(سې شنبې) پایته ورسېد، په کې د نارینه او ښځینه بندیانو، او محجوزینو لپاره د خوړو د کیفیت او د تابلو یا مینو د څرنګوالي په اړه عامه پوهاوی ورکول شو.
په دې اړه د جوړو شویو مراسمو پرمهال، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم ډاکټر سید احمد "استحاقزي" او یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، یاد سیمینار بندیانو او محجوزینو ته د خوړو د ښه برابرولو په برخه کې د لازمو او ګټورو مسایلو په پام کې نیولو لپاره ډېر اغېزناک وبلل شو او له ګډونوالو یې وغوښتل شول، څو په سیمینار کې د تغذیې په اړه ترلاسه کړي معلومات د بندیانو او محجوزینو د خوړو چمتو کوونکو او پخوونکو سره په ښه ډول شریک کړي.
په ورته وخت کې، د افغانستان لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې له خوا د نوموړو برخو مسوولینو هم د سیمینار د برخه والو پر ګډون د خوښۍ د څرګندولو ترڅنګ وویل:« موږ ډاډه یو، چې په دې سیمینار کې ګډونوالو ته د عامه پوهاوي له لاې به د خوړو داسې یوه مینو یا تابلو جوړه کړلی شو، چې په معیار برابره وي، هرې ښځینه او هر نارینه بندي او هر ماشوم محجوز ته د خوړو مناسبه اندازه او غذايي او روغتیايي ګټې یې په پام کې نیول شوې وي، چې دا موږ ته ډېره مهمه ده».
د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون اداره د نارینه او ښځينه بندیانو او محجوزینو لپاره د پر وخت، مناسبو، ګټورو او د یوې معیاري مینو پربنسټ د خوړو برابرول او د دغې انساني حق ادا کول خپل مسولیت ګڼي او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

جمادي الاول ۲۷/  ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS