د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۹ - ۱۵:۳۴
فراغت

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی و نن(سې شنبې) پایته ورسېد. د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ په دې سیمینار کې ګډونوالو ته د (اېمیل، مخابروي شفر، وېب پاڼې، مخابرې، اپرېټرۍ او مخابروي وسایلو جوړولو) په هکله لومړنۍ ښوونې او معلومات ورکړل شوې دي. د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د یاد سیمینار پایته رسېدو په اړه د جوړو شویو مراسمو پرمهال، چې د ادارې ښوونې او روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث " سادات"، د معلوماتي ټېکنالوژۍ رئیس محترم انجنیر عبیدالله "اخندزاده" د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي صدیق الله "صدیقي"، د مرکزي زندان د امنیتي قطعې قومندان محترم مولوي شرافت الله "حقاني"، د څرخي پله زندان د تعلیمي مرکز قومندان محترم مولوي حبیب الرحمان "رحماني" او یو شمېر ملکي او نظامي مسوولینو او پرسونل هم شتون درلود، په خپلو خبرو کې د سیمینار برخه والو ته وویل: « سره له دې چې د دې سیمینار وخت کم و، خو زه ډاډه یم چې تاسو به ترې ډېره ګټه اخیستې وي او د ادارې رهبري کوښښ کوي، چې د دې او ورته نورو مهمو سیمینارونو وخت تر دې زیات کړي». په ورته وخت کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ او د ښوونې او روزنې رئیسانو په خپل وار خبرې وکړې او ویې ویل، دغه اداره په یاده برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ وه، نو ځکه یې د حل لپاره دا لنډمهالی ښوونیز سیمینار جوړ کړ. د دوی په وینا، دا مهال د ټولې نړۍ پرمختګ او بریا د ټېکنالوژۍ پرمټ ترلاسه کېږي، نو باید د افغانستان د ا.ا ټولې ادارې او بنسټونه د غښتلي ټېکنالوژیکي سیستم سره وصل او کارکوونکي یې ورسره پوره بلدتیا ولري. د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ په اړه د نوموړي ښوونیز سیمینار مراسم، د هېواد د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې امرینو او مسوولینو ګډونوالو ته د تصدیق پاڼو په ورکړې سره پایته ورسېد. د یادولو وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین تل کوښښ کوي، چې د بېلابېلو ښوونیزو، روزنیزو او مسلکي پروګرامونو له لارې خپل ملکي او نظامي پرسونل لپاره له اړتیا سره سم لنډمهاله او اوږدمهاله سیمینارونه او ورکشاپونه جوړ کړي، څو یې پرمټ د پرسونل کاري وړتیاوې لوړې، چارې یې ګټورې، پروخت او له ښه کیفیت څخه برخمنې شي. ربېع الاول- ۱۴/ ۱۴۴۴ د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۹:۳۷
Background image

د فاریاب ولایت د زندان سره د یونیسف موسسې له لورې د ژمنیو او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو او د یونیسف موسسې په همکارۍ، شوې مرسته کې چې کمپلې، جرابې، څادر، شامپو، صابون، غاښونو کریم او برس شامل ول،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۰:۴۸
Background image

ولايتي خبرونه( فراه، میدان وردګ) د فراه والي د دې ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د فراه والي محترم ملام محمد حافظ "مجاهد" چې د زندان مسوولینو یې ملتیا کوله د نوموړي ولایت د زندان اداري، امنیتي، خدماتي چارو، د زندانیانو د اوسېدنې، تغذیې، روغتیايي او اصلاحي پروګرامونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۱
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د کشف او اوپراتیفي رئیس د یو پلاوي په مشرۍ دا ځل د کونړ ولایت له زندان څخه لیدنه وکړله  

د دې ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د نوموړي ادارې د کشف او اوپراتیفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالشکور "طیب" په مشرۍ پلاوي د یاد ولایت د زندان. . .

BACK TO NEWS