د کندوز په زندان کې څلور پراختیايي پروژې بشپړې او د یوې نوې پروژې د بنسټ ډبره کېښودل شوه
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، چې د زندانونو چارو تنظیم ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مولوي عبداللطیف "سجاد"، د کندوز ولایت د زندان رئیس محترم مولوي نعمت الله "سراجي"، د دې ولایت مقام د دفتر رئیس محترم مولوي عبدالمؤمن "حمید" او شمير ځايي مسوولينو هم شتون درلود، د زندان ریاست په انګړ کې د څلورو پراختیايي پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې، همدارنګه د زندان ریاست د یوې نوې یوې پوړیزې اداري ودانۍ د جوړېدو چارې په رسمي ډول پیل شوې.
په بشپړو شوو پروژو کې د یوه لوی سپټیک څاه، زندانیانو لپاره د ځانګړو تم ځایونو، د ساري ناروغیو د درملنې لپاره د یوه کلینیک ودانۍ او د مجاهدینو لپاره د یوه بلاک جوړول شامل دي.
داراز، د نوموړي زندان مسوولینو وویل؛ پر یادو پروژو څه باندې (۱۲) میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لوري ورکړل شوی دی.
نوموړو زیاته کړله، چې د زندان ریاست نوې اداري ودانۍ به په یوه پوړ کې جوړه شي، چې ۱۴ خونې او له اړینو امکاناتو سره به سمبال وي.
د هغوی په وینا، ټاکل شوې دغه ودانۍ د راتلونکو درېیو میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
ربیع الثاني ۲۷/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
