ولایتي خبرونه( بلخ، پروان، هرات، میدان وردګ، غور، کونړ او زابل) د اسد ۲۴مه، د افغانستان د خلکو او اسلامي امارت د فتحې ورځې په مناسبت د پنځو ولایتونو زندانونو کې لمانځغونډې ترسره شوې

news_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۴:۲۲
6565

د اسد ۲۴مه د افغانستان د خلکو او د اسلامي امارت د بریا، فتحې او خپلواکۍ ورځې په مناسبت د بلخ، پروان، هرات، میدان وردګ، غور، کونړ او زابل ولایتونو په زندانونو کې لمانځغونډې ترسره شوې.

په دغو مراسمو کې د یادو ولایتونو د زندانونو مسوولینو، نظامي او ملکي کارکوونکو او نورو اړوندو کسانو ګډون کړی و.

په لمانځغونډو کې ویناوالو د اسد ۲۴مې د ورځې پر تاریخي اهمیت خبرې وکړې او دا ورځ یې د افغانستان د معاصر تاریخ له مهمو او برخلیک ټاکونکو ورځو څخه وبلله.

د غونډو ګډونوالو د افغانستان د خپلواکۍ او ازادۍ لپاره د افغانانو د اوږدو مبارزو او مجاهدینو د سرښندنو او قربانیو یادونه وکړله او د هغوی د مبارزو درناوی یې وکړ.

ویناوالو وویل: چې افغانانو د هېواد د خپلواکۍ، ملي حاکمیت او د خپلې خاورې د دفاع په لاره کې سترې قربانۍ ورکړې دي.

هغوی ټینګار وکړ چې د هېواد د خپلواکۍ او امنیت ساتنه یوازې د یوه نسل مسوولیت نه، بلکې د ټولو افغانانو ګډ مسوولیت دی.

په دغو مراسمو کې همداراز د هېواد د امنیت، ثبات، ملي یووالي او ابادۍ پر اهمیت خبرې وشوې او له مسوولینو او کارکوونکو وغوښتل شول چې خپلې دندې په صداقت، اخلاص او مسوولیت‌پذیرۍ سره ترسره کړي.

د زندانونو اړوندو مسوولینو وویل چې د هېواد د امنیت او ثبات ترڅنګ، د محبوسینو د اصلاح او بیا روزنې، هغوی ته د مناسب ژوند شرایطو برابرولو او د قانوني او بشري اصولو په چوکاټ کې د زندانونو د چارو د ښه تنظیم په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د غونډو په پای کې، د افغانستان د خپلواکۍ او فتحې ورځې د ارزښتونو پر ساتنې، د هېواد د ابادۍ او ثبات لپاره د ګډو هڅو او د خلکو د خدمت پر دوام ټینګار وشو.

د اسد ۲۴مه هر کال د افغانانو له لوري د هېواد د خپلواکۍ، مبارزې او سرښندنو د یاد او درناوي په موخه لمانځل کېږي.

 

ربیع الاول ۱/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۱۵
Background image

د لوګر ولایت د زندان څخه (۸۰) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

یاد شمېر زندانیان د زمري (اسد) ۲۴مې د فتحې ورځې په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شېخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله "اخندزاده"(حفظه الله) په هدایت او د افغانستان د سترې محکمې عالي مقام. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲
Background image

ولایتي خبرونه(ننګرهار، پکتیا) د اسد ۲۴مه، د افغانستان د خلکو او اسلامي امارت د فتحې ورځې په مناسبت د ننګرهار او پکتیا ولایتونو زندانونو کې لمانځغونډې ترسره شوې

د اسد ۲۴مه د افغانستان د خلکو او د اسلامي امارت د بریا، فتحې او خپلواکۍ ورځې په مناسبت د ننګرهار او پکتیا ولایتونو په زندانونو کې لمانځغونډې ترسره شوې.

په دغو مراسمو کې د یادو ولایتونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۳:۲۴
Background image

د پکتیا ولایت په زندان کې د ملکي کارکوونکو د اداري چارو د لا ښه تنظیم، چټکتیا او د کمپیوټري خدمتونو د پیاوړتیا په موخه د کارکوونکو لپاره کمپیوټر لب جوړ شو

د زندان رئیس محترم مولوي عبد الغني عادل وایي، د یاد کمپیوټر لب له برابرېدو سره به د ملکي کارکوونکو اړوند اداري چارې په منظم، چټک او اغېزمن ډول ترسره شي او د اسنادو د ثبت، ترتیب او ساتنې. . .

BACK TO NEWS