د کابل ولایت د نشه یي توکو ځانګړي امنیت لرونکي محبس په انګړ کې محبوسینو لپاره د حرفوي زده کړو شپږ میاشتنۍ دوره پېل شو

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۲:۵۸
محبس

یاده دوره چې ، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې په همغږۍ او د کار او ټولنیزو چارو وزارت په همکارۍ، د کابل ولایت د نشه یي توکو ځانګړي امنیت لرونکي محبس (۹۰) تنو محبوسینو ته جوړه شوې، د شپږو میاشتو په لړ کې به د خیاطۍ، برېښنا او کمپیوټر زده کړې د با تجربه استادانو له لورې ورکړل شي.

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال محترم الحاج محمد کاظم"طارق" په داسې حال کې، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین محترم الحاج مولوي محمد زاهد، د دغې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"، د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان رئیس محترم الحاج مولوي عبدالمالک "خاکسار"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"، د کابل ولایت د نشه یي توکو ځانګړي امنیت لرونکي محبس امر محترم مولوي حبیب الرحمن "رحماني" او یو شمېر مسولینو هم شتون درلود، د وینا پرمهال د کار او ټولنیزو چارو وزارت له همکاریو مننه وکړله، او وویل؛ دلته په محبس کې تاسې د مدرسې شاګردان یاست د اصلاح په نیت راغلي یاستی توبه اوباسۍ الله (جل جلاله) رجوع وکړئ  د خپلو تېر کړنو پېښمانه او دغه طلايي فرصت څخه ګټه پورته کړئ.

داراز، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال له محبوسیو وغوښتل څو د شته فرصت او ستادانو له تجربو څخه ښه ګټه پورته کړي، څو په راتلونکي کې د یو صالح او ګټور شخص په توګه خپلې ټولنې او کورنۍ سره یو ځای شي.

داشان، د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین د زندانونو چارو د تنظیم ادارې څخه مننه وکړله، چې زندانیانو ته یې دیني عصري او حرفوي زده کړو زمینه برابره کړې او د هغوی انساني او شرعي حقونه یې خوندي کړي دي.

 محترم الحاج مولوي محمد زاهد ژمنه وکړله، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې اړوند زندانونو کې زندانیان لپاره ورته حرفوي زده کړو زمینه برابره کړي څو نوموړي کسان د بند مودې په پوره کېدو څخه وروسته د یو کاسب او ګټور شخص په توګه له ټولنې سره یوځای شی.

همداراز، د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس په یادو مراسمو کې خپلو خبرو په ترڅ د کار او ټولنیزو چارو وزارت څخه په مننې وویل؛ دغه درې شاپونه چې جوړ شوي تاسو ته د امید او اصلاح دروازې یې پرانیستي دي او د یادو حرفو په زده کولو سره کولی شئ، چې خپلې کورنۍ ته حلاله روزي پیدا او پاتې ژوند په ښه توګه تیر کړي او ټولنې ته ګټور واقع شئ.

په همدې توګه، د ښوونې او بیا روزنې رئیس وویل؛ د زندانو چارو د تنظیم ادارې تر چتر لاندې زندانونه اوس د زده کړو او اصلاح په مرکزونو بدل شوي او زمونږ هدف دا ده، چې زندانیان د یاد حرفو په زده کولو سره د زندان مودې تر تېریدو وروسته د مصلح او ګټورو وګړو په څېر کورنۍ او ټولنې سره یو ځاي شي،

په پای کې، یاد غوڼده د خير دعايې په ویلو سره پای ته ورسېده.

  

محرم الحرام ۲۳/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۲۰
Background image

فاریاب او سرپل ولایتونو د زندانونو لپاره نوي نظامي مدیران وټاکل شول

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه، د بلخ ولایت د زندان رئیس مولوي کمال الدین "زاهد" له لورې محترم مولوي عبدالصمد"روحاني" د فاریاب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۴:۲۱
Background image

د کونړ ولایت زندان لپاره نوی امر وټاکل شو

د زندانونو چارو د تنظم ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه ملا محمد نور بلال "شاهین" د کونړ ولایت د زندان د نوي امر په توګه معرفي او په رسمي ډول یې خپله دنده پیل کړله

په دې اړه جوړو شویو مراسمو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۳۲
Background image

د ریاست الوزراء عالي مقام د اداري مرستیال په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون د څرخي پله مرکزي محبس څخه لیدنه او هر اړخیزه ارزونه وکړله

د ا.ا.ا. د ریاست الوزراء عالي مقام د اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام "حنفي" په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون په داسې حال کې، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس. . .

BACK TO NEWS