د ریاست الوزراء عالي مقام د اداري مرستیال په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون د څرخي پله مرکزي محبس څخه لیدنه او هر اړخیزه ارزونه وکړله

news_admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۳۲
دیدار حنفی صاحب

د ا.ا.ا. د ریاست الوزراء عالي مقام د اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام "حنفي" په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون په داسې حال کې، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري"، د ښار جوړونې وزیر محترم مولوي نجیب الله "حقاني"، د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزیر محترم حاجي عبدالاحد "فضلي"، د کورنیو چارو وزارت معین محترم ملا رحمت الله "نجیب"، د استخباراتو عمومي ریاست مرستیال محترم ملا بسم الله "عبدالله"، د مالیې وزارت مالي او اداري معین محترم حاجي عبدالقدیر "احمد"، د افغانستان بانک عمومي رئیس محترم حاجي نور احمد اغا، د دې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم"طارق"، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"، د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد" او یو شمېر نورو مسوولینو یې ملتیا کوله، د څرخي پله مرکزي محبس څخه د لیدنې پرمهال د دې محبس اداري، امنیتي، تعمیراتي، د محبوسینو د استوګنې ځایونو، د خوراکي توکو د برابرولو او ویشلو، کانتینونو، روغتیايي خدمتونو او نورو برخو وضعیت له نږدې وارزاوه.
د دغې ارزونې پر مهال، د ریاست الوزراء اداري مرستیال او د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون مشر د یاد محبس د بېلابېلو بلاکونو له استازو سره په جلا جلا توګه وکتل، د هغوی خبرې، ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه یې واورېدل او د دې ادارې د مسوولینو څخه یې زندانیانو ته د ښو خدماتو په پار مننه وکړله.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د مرکزي محبس محبوسینو ته په خطاب کې وویل: «زمونږ موخه دا ده، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اړوندو زندانونو لیدنه وکړو، ستاسو له حاله ځان خبر کړو، وضعیت مو وارزوو او تاسو ته د وړاندې شویو خدمتونو او نورو اسانتیاو برابرولو لپاره نور لازم او ګټور ګامونه پورته کړو او تاسو هم کوښش و کړئ چې له دې مودې څخه د قران کریم د حفظ او د یني زده کړو  په برخو کې عظیمه ګټه پورته کړئ». 
په ورته وخت کې، د مرکزي محبس د محبوسینو له ډلې یو تن محبوس د محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ پلاوي څخه د دوی د لیدنې له امله مننه وکړله او په محبس کې یې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مسوولینو له ښه چلند او ښو خدماتو څخه خوښي وښوده.
داراز، د دې لیدنې په پای کې، د ریاست الوزراء اداري مرستیال او د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون مشر او مل پلاوي یې له نوموړو محبوسینو سره ژمنه وکړله، چې د دوی غوښتنې به په جدي توګه تعقیب او ورته رسېدنه کېږي. 

محرم الحرام ۱۹/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۱۹
Background image

 ولایتي خبرونه: (پکتیا، کونړ) د پکتیا ولایت په زندان کې زندانیانو ته د )اصلاح او بریا( تر سرلیک لاندې د والیبال سیالیو ټورنمنټ پای ته ورسېد

دغه ټورنمنټ، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست په هڅو شاوخوا یوه میاشت وړاندې پیل شوی و، په کې د پکتیا د زندان د زندانیانو د(۳) لوبډلو، د دې زندان د مسوولینو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال خوست ولایت زندان څخه تر لیدنې وروسته د دې زندان لپاره نوی امر معرفي کړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې، چې د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل"، د لوګر ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مسوولینو ته د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب او تنظیم په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو، چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د پلان او پالېسی. . .

BACK TO NEWS