د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د شفاهي هدایت سره سم په کندهار زندان کې فقهي مجلس دائر شو
یاد مجلس، چې د کندهار زندان په مسجد کې دایر شوی په کې د کندهار زندان رئیس محترم مولوي محب الله "ګرمسیري"، د کندهار زندان مدرسې(مصباح العلوم منصوریه) اړوند (٥٥) تنو علماوو او یو شمېر پرسونل هم ګډون کړي و.
د مجلس رئیس په خپلو خبرو کې د فقهي مجلس اهداف، د مجلس تنظیم او د مسایلو د اصولو اړوند خبري وکړې، ورپسې یو شمېر مسایل مجلس ته وړاندې شول، چې د حل په موخه یې یو شمېر اراکین وټاکل شول.
یاد فقهي مجلس به د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله تعالی د شفاهي هدایت سره سم هره پنجشنبه د کندهار ولایت د زندان کې جوړیږي.
ذوالحجة الحرام ۲۷/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو د عامه اړیکو امریت
