د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ د کابل ولایت د مخدره توکو سره د مبارزې له توقیفخونې لیدنه وکړله

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۵:۲
gfgdf

د محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوي له نوموړې توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې.

همداشان، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس د نوموړې توقیفخونې له توقیفیانو سره هم له نږدې ولیدل، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې چې پلاوي له هغوی سره یې ژمنه وکړله، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري به پرې خبروي، څو حل لاره پیدا او په اړه یې مناسبه پرېکړه وشي.

همداراز، محترم پاسوال الحاج اسدالله مولانا د یادې توقیفخونې توقیفیانو ته توصیه وکړله، چې تېرو کړنو څخه پېښمانه او ادارې لخوا په چمتو شویو اصلاحي او زده کړه ییزو برنامو کې خپله ونډه لا زیاته کړي څو  د بند مودې په پوره کېدو سره سم لوستي او کاسب وګړو په توګه خپلې کورنۍ او ټولنې ته د خدمت وړ او عادي ژوند ته را وګرځي.

په پای کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله مولانا د کابل ولایت د مخدره توکو سره د مبارزې د توقیفخونې د توقیفیانو لپاره د خوړو (اعاشې) اباتې، پخلنځي او روغتیايي چارو وضعیت له نږدې وارزاوه او  یادې توقیفخونې توقیفیانو لپاره د ښو خدماتو په پار د مسوولینو کړنې وستایلې.

 

شعبان المعظم ۶/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۵:۱۰
Background image

ولایتي خبرونه: (کندهار، میدان وردګ) د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د کندهار ولایت په زندان کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د دې زندان ملکي او نظامي کارکوونکو ته د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دوره پیل شوه.

د یاد زندان رئیس محترم مولوي محب الله "ګرمسیري"په دې اړه د جوړو شویو مراسمو پرمهال، د دیني زده‌کړو پر ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړله، چې د دې برنامو جوړولو موخه، د قرآن کریم پر ترجمې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۵:۲
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ د کابل ولایت د مخدره توکو سره د مبارزې له توقیفخونې لیدنه وکړله

د محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوي له نوموړې توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې.

همداشان، د زندانونو چارو د سمون. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۱:۴۶
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزه لیدنه وکړله

د محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوي له نوموړي مرکز څخه د لیدنې پرمهال لومړی د دې مرکز له رئیس محترم مولوي شرافت الله "حقاني" سره  پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې او هغه ورته. . .

BACK TO NEWS