د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال په مشرۍ مراجعینو لپاره د اداري چارو ساده کولو په موخه ناسته ترسره شوه

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۹:۳۸
نظامی

دغه ناسته د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوي پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په مشرۍ چې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"، له عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق"، د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي ضیاءالرحمن "سعید" او یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون کړی وه، مراجعینو لپاره د اداري چارو ساده کولو، چټکتیا او روڼتیا په موخه بحث او خبرې اترې وشوې.

همداراز، په ناسته کې د مراجعینو له لورې د وړاندې کېدونکو دوسیو د ثبت او تعقیب ارزونې او پایلو د سپارلو په بهیر کې د یادو چارو د اسانه کېدو لپاره په شته کړنلارو د بیاکتنې او اصلاح په اړه ټینګار وشو.

داراز، محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم طارق وویل؛ د ادارې له یو اساسي موخو څخه د ولسي مراجعینو د ستونزو پر وخت حل، د اداري خنډونو له منځه وړل او د چارو چټکوالی دی څو خلک وکولی شي خپلې قانونې چارې په اسانۍ ، روڼتیا او باور سره پر مخ یوسي.

په پای کې، د نظامي چارو مرستیال له اړوندو مسوولینو وغوښتل چې د اداري پروسو په ساده کولو، د غیر اړینو مراحلو د کمولو او د خدماتو د کیفیت لوړولو لپاره عملي او اغېزمن ګامونه پورته کړي.

 

رجب المرجب ۲۱/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۸
Background image

ولایتي خبرونه: (بامیان، کندوز) د بامیان ولایت والي د دې ولایت له زندان څخه لیدنه وکړه

د بامیان ولایت په زندان کې د کارکوونکو او زندانیانو ترمنځ د (امارت پېژندنې) تر سرلیک لاندې د کتاب د مطالعې سیالي د دې زندان د ښوونې او بیا روزنې د مسوولینو له خوا په پوره شفافیت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۴:۳۸
Background image

د بلخ ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو ته د موبایل جوړونې شاپ پرانېستل شو

دغه شاپ چې د یاد زندان د مسوولینو په هڅو او د رفاه پراختیا خدماتو موسسې له لورې جوړ شوی، د یاد مرکز محجوزینو ته به د تجربه لرونکو استادانو له لورې د موبایل ترمیمولو زده کړه ورکړل شي.

پ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۹:۳۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال په مشرۍ مراجعینو لپاره د اداري چارو ساده کولو په موخه ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوي پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په مشرۍ چې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"، له عدلي او قضایي اورګانونو سره د. . .

BACK TO NEWS