د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او نظامي مرستیال د دې ادارې د مخابرې عمومي مدیر سره د مرکز او لایتونو زندانونو ترمنځ د اړيکو تأمینولو، همغږۍ او پرمختګ په موخه ناسته وکړله

news_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۱:۴۷
نظامی

محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" نن(شنبې) په خپل کاري دفتر کې د یادې ادارې د مخابرې عمومي مدیر محترم سمونوال قاري رحیم الله "ځدران" او  د دې مدیریت یو شمېر نظامي مسوولینو سره د دغې ناستې پرمهال نوموړو سره د نظامي برخې پرسونل ظرفیت لوړولو، د کارکوونکو انسجام او مدیریت، د چارو لا همغږۍ او اړوندو نورو مهمو مسایلو په اړه خبرې اترې وکړې.

په ورته وخت کې، محترم سمونوال قاري رحیم الله "ځدران" د یوه پرېزنټېشن په ترڅ کې د دې مدیریت د اهمیت، څرنګوالي، کړنو، دندو او موخو په اړه معلومات وړاندې کړل، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او نظامي مرستیال یې له لیدو او اورېدو وروسته د رضایت په څرګندولو ټولو نظامي مسوولینو او پرسونل ته د اسلامي شریعت او د تقنیني اسنادو سره سم او پر وخت د ورسپارل شویو چارو د ترسره کولو سپارښتنه وکړه.

 

جمادي الثاني۱۵/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۰:۴۷
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبرۍ د ۱۴۰۵هجري لمریز کال د بودجې د تشریح کولو په موخه ناسته ترسره کړله

په ناسته کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او نظامي مرستیال محترم لوي پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق"، د یادې ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري محمد بلال "فاتح"، مالي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۵:۱۳
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو ریاست او سره صلیب نړیوالې کمېټې ترمنځ د مرکزي زندان د ګارنېزیون په انګړ کې ۱۴۰۴هجري لمریز کال د کرنیزو او تولیدي پروژو د ارزونې ناسته ترسره شوه

په ناسته کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله  "اخلاص" په داسې حال کې، چې د زندانونو په برخه کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې سلاکار. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او نظامي مرستیال د دې ادارې د مخابرې عمومي مدیر سره د مرکز او لایتونو زندانونو ترمنځ د اړيکو تأمینولو، همغږۍ او پرمختګ په موخه ناسته وکړله

محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" نن(شنبې) په خپل کاري دفتر کې د یادې ادارې د مخابرې عمومي مدیر محترم سمونوال قاري رحیم الله "ځدران" او  د دې مدیریت یو شمېر نظامي مسوولینو سره د د. . .

BACK TO NEWS