د زندانونو چارو د سمون ادارې له لورې د کابل او (۳۳)ولایتونو د زندانونو د ښوونې او بیا روزنې مدیرانو ته ۳ میاشتنی مسلکي کورس پیل شو

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۰:۵۸
ورکشاپ

دغه کورس کې به نوموړو مدیرانو ته په مسلکي توګه د زندانیانو لپاره د اصلاحي او روزنیزو برنامو د ښه تنظیم روزنه ورکول شي.

د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج  محمد کاظم "طارق" په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، چې د یاد معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د کشف او اوپراتيفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالشکور"طیب"، د نظامي ښوونې او روزنې واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي نورالله "دروېش" او یو شمېر نورو مسوولینو ګډون درلود، د کورس ګډونوالو ته د خبرو  پرمهال وویل: « کوښښ کوو څو د زندانونو مسوولینو ته داسې ښوونیزې او روزنیزې برنامې عملي کړو، چې پر مټ یې له زندانیانو سره د لا ښه چلند او ګټورو روزنو تر څنګ، د هغوی ټول شرعي او انساني حقونه خوندي او غوره خدمتونه ورته وړاندې شي».

همداراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د نظامي چارو مرستیال د نوموړي کورس له ښوونکو وغوښتل، چې په کورس کې د ګډونوالو د ښې روزنې لپاره خپلې هلې ځلې لازیاتې او د مربوطه چارو په هکله ورته لازمې لارښونې وکړي.

 محترم لوی پاسوال محمد کاظم "طارق" زیاته کړه، د ښوونې او بیا روزنې هغه مدیران چې له ولایتونو کابل ته راغلي باید خپلو ولایتونو ته په ورتګ سره سم دې کورس کې د ښوونکو له خوا چې ورته کومې روزنې ورکول شوې وي، پرمټ یې زندانیان له ناوړه کړنو لرې او اصلاحي مسایلو ته متوجه کړي.

 

جمادي الثاني۱۱/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۳:۳۴
Background image

ولایتي خبر: (پکتیکا) د پکتیکا ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو

دغه ټورنمنټ چې د دې ولایت د ورزش او سپورت امریت په همکارۍ پيل شو، پینځه ورځې به دوام ولري او موخه یې د زندانيانو د ذهني سکون، سالمې او مثبتې بوختيا سربېره د اصلاح او روزنې د بهير د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د ملګرو ملتونو له لوري د ښځینه محبوسینو د خیاطۍ ټولګي سره د سولري او برقي تجهیزاتو مرسته وشوه

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ د ملګرو ملتونو (UN) له لوري د بامیان ولایت د ښځینه محبوسینو د صنعتي بلاک د خیاطۍ ټولګي د پیاوړتیا په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۰:۵۶
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس په کابل کې د یوناما دفتر له استازې سره ناسته ترسره کړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په داسې حال کې، چې د دې ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" او یو شمېر. . .

BACK TO NEWS