د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس او مل پلاوي یې د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزه لیدنه وکړله

news_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۱۰:۵۳
مرکز اصلاح

د دغې ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ یوه پلاوي د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز څخه د لیدنې پرمهال په داسې حال کې، چې یو شمېر نورو مسوولینو یې هم ملتیا کوله، د یاد مرکز له مسوولینو سره وکتل او هغوی ورته له خپله اړخه د دې مرکز او محجوزینو لپاره د برابروشویو امکاناتو، مرستو او وړاندې شویو خدمتونو په اړه لازم معلومات ورکړل.

همداشان، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس د نوموړي مرکز له محجوزینو سره هم له نږدې ولیدل، د هغوی  غوښتنې یې واورېدې او د رسېدنې په موخه یې د یاد مرکز مسوولین متوجه کړل.

همدارنګه، پلاوي د دې مرکز د محجوزینو لپاره د خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځي او روغتیايي چارو وضعیت له نږدې وارزاوه او د شتو نیمګړتیاوو د بشپړولو او حل ترڅنګ یې د هغوی د نظافت په پام کې نیولو او د لاښو چوپړتیاوو برابرولو په موخه اړوندو مسولینو ته د پام وړ لارښونې وکړې.

 

ربېع الاخر ۱۱/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۶
Background image

د کندز ولایت په زندان کې (۱۲۷) تنه زندانیان د محمدیه دارالعلوم له مدرسې څخه د قران کریم حفظ او ناظرې، نوراني قاعدې، او کسب زده کړو له روزنېزو برنامو څخه فارغ شول

د نوموړي زندان مسوولینو د یادې دورې محبوسینو او محجوزینو  فراغتغونډې ته د خپلو خبرو پرمهال په داسې حال کې، چې د یاد ولایت والي محترم مولوي نصر الله "مطیع"، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۴۹
Background image

د کونړ ولایت د زندان نظامي مدیر او مل پلاوي یې د دې ولایت د پېچ درې ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

د دغه ولایت د زندان نظامي مدیر او مل پلاوي تېره ورځ د نوموړي ولایت د پیچ درې ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړلې.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۱۳
Background image

د حفظ او مراقبت او حفظ الصحې کمېټې مدیریت د پیاوړتیا لپاره درې ورځینی ورکشاپ پای ته ورسېد  

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مرکز او ولایتونو زندانونو د هماهنګی، روغتیا، مالي، تفتیش، خدماتو او تعمیراتو برخې مسوولینو ته د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) له لوري د حفظ او مراقبت او. . .

BACK TO NEWS