د پنجشیر ولایت په زندان کې ( ۲۷) تنه محبوسین د قران کریم د ناظري او قاعدې برخو څخه فارغ شول

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۴۵
سیمینار

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیا ل محترم الحاج محمد کاظم"طارق" د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"، د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي ضیاءالرحمن "سعید" د ولایتونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالفتاح "فاتح"،  د نظامي ښوونې او روزنې د واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي نورالله "دروېش"، د پنجشیر  او د دې ادارې د شخصیتي دوسیو امرین او یو شمېر مرکزي او سیمه ییزو مسوولینو او علماوو ګډون درلود، له یادو دورو څخه د نوموړو محبوسینو، فراغتغونډې ته د خپلو خبرو پرمهال د دوی د فراغت مبارکي وویله او زیاته یې کړله، چې زندانیانو لپاره د زده کړو ښه زمینه برابره شوې، نو لازمه ده چې خپل وخت بې ځایه تېر نه کړي او د دغه طلايي وخت څخه ګټه پورته او په دیني عصري او حرفوي زده کړو سمبال د سالمو وګړو په توګه ټولنې سره یو ځای شي.

داراز، د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال  محترم الحاج محمد کاظم طارق د زندانیانو په ښې روزنې کې د نوموړي زندان د مسوولینو هڅې وستایلې او زیاته یې کړله چې  ادارې اړوند په ټولو زندانونو کې د زده کړو روان بهیر د زندانیانو په اصلاح کې ګټور تمام شوی او په دې برخه يې کوټلي ګامونه اخیستي.

همهاله، د یادې غونډې نورو ویناوالو د قرآن عظم الشان په فضیلت او د بنديانو د اصلاح په اړه خبرې وکړې او د حفظ دورو او حرفوي زده کړو دوامدار تنظيم او ترتیب یې نيک ګام وباله او زياته يې کړله، چې زندان د مجرمینو د ژوند لپاره يو تربيتي پړاو دی بايد دوی د خپلې اصلاح لپاره کار وکړي.

د مراسمو په پای کې د قرآن کریم ناظرې او قاعدې د برخو زده کړیالانو ته د نوموړو مسوولینو لخوا د فراغت سندونه ورکړل شول.

همداراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ مسلکي مرستیال  په مشرۍ پلاوي د پنجشیر ولایت د زندان پخلنځي، د برېښنايي خدمتونو ، تعمیراتي او روغتیايي چارې له نږدې وارزولې او د هغو لا ښه والي او شتو ستونزو د هواري په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

 

 

ربیع الاول ۴/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ر یاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۶
Background image

د کندز ولایت په زندان کې (۱۲۷) تنه زندانیان د محمدیه دارالعلوم له مدرسې څخه د قران کریم حفظ او ناظرې، نوراني قاعدې، او کسب زده کړو له روزنېزو برنامو څخه فارغ شول

د نوموړي زندان مسوولینو د یادې دورې محبوسینو او محجوزینو  فراغتغونډې ته د خپلو خبرو پرمهال په داسې حال کې، چې د یاد ولایت والي محترم مولوي نصر الله "مطیع"، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۴۹
Background image

د کونړ ولایت د زندان نظامي مدیر او مل پلاوي یې د دې ولایت د پېچ درې ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

د دغه ولایت د زندان نظامي مدیر او مل پلاوي تېره ورځ د نوموړي ولایت د پیچ درې ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړلې.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۱۳
Background image

د حفظ او مراقبت او حفظ الصحې کمېټې مدیریت د پیاوړتیا لپاره درې ورځینی ورکشاپ پای ته ورسېد  

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مرکز او ولایتونو زندانونو د هماهنګی، روغتیا، مالي، تفتیش، خدماتو او تعمیراتو برخې مسوولینو ته د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) له لوري د حفظ او مراقبت او. . .

BACK TO NEWS