د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستیال په مشرۍ یوه پلاوي د بغلان ولایت ته سفر وکړ

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۳:۵۸
لغلان

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې چې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله"مولانا"، د یادې ادارې یو شمېر رئیسانو او ملکي او نظامي امرینو یې هم ملتیا کوله، په پیل کې د بغلان له والي محترم  مولوي عبد الرحمن   "حقاني"د یاد ولایت د عدلي او قضايي اورګانونو له مسوولینو او د علماوو شوارا له غړیو سره هم ولیدل او د یاد ولایت د زندان  او توقیفخونو د امنیت او نورو اړوندو مسایلو په هکله یې خبرې اترې وکړې.

په ورته وخت کې، د یاد ولایت محترم والي پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ ډاډ ورکړ چې د زندانونو چارو د سمون ادارې سره به پوره همغږي او همکاري کوي او په هره برخه کې به خپلې هڅې او مرستې نه سپموي.

تر دې ورسته، د دې ادارې نظامي مرستیال د نوموړي ولایت زندان ته ولاړ او هلته یې د زندان امنیتي وضعیت له نږدې وارزاوه او د امنیت د لاښه والي لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

دا راز ، پلاوي د زندان له زندانیانو سره هم ولیدل او د هغوی د ستونزو تر اورېدو وروسته یې وویل، « موږ ډېر کوښښ کړی چې اصلاحي او روزنیز پروګرامونه عملي کړو، نو هیله لرم چې له یوې خوا دا پروګرامونه په زندان کې ستاسو د اصلاح او بیا روزنې لامل شي او له بلې خوا تاسو هم ترې له بدو او ناروا کړنو څخه د ډډه کولو لپاره ګټه واخلئ او هم له بنده تر ازادیدو وروسته د یو سالم وګړي په توګه خپلې کورنۍ او ټولنې سره یو ځای شئ ».

په ورته وخت کې، یادو زندانیانو د پلاوي په ورتګ خوښي وښوده او له دوی سره د بغلان ولایت د زندان د مسوولینو او پرسونل چلند یې نیک یاد کړ.

د دې لیدنې په پای کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" او مل پلاوي د نوموړي زندان د خوړو، اباتې، د برېښنا، تعمیراتي او روغتیايي چارې د لیدنې ترڅنګ یې د امنیتي ټاورونو، قراولونو، پوستو او نورو امنیتي برخو وضعیت له نږدې وارزاوه او د هغو لا ښه والي او شتو ستونزو د هواري په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

 

محرم الحرام ۳/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۱۹
Background image

 ولایتي خبرونه: (پکتیا، کونړ) د پکتیا ولایت په زندان کې زندانیانو ته د )اصلاح او بریا( تر سرلیک لاندې د والیبال سیالیو ټورنمنټ پای ته ورسېد

دغه ټورنمنټ، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست په هڅو شاوخوا یوه میاشت وړاندې پیل شوی و، په کې د پکتیا د زندان د زندانیانو د(۳) لوبډلو، د دې زندان د مسوولینو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال خوست ولایت زندان څخه تر لیدنې وروسته د دې زندان لپاره نوی امر معرفي کړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې، چې د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل"، د لوګر ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مسوولینو ته د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب او تنظیم په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو، چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د پلان او پالېسی. . .

BACK TO NEWS