د پروان ولایت په زندان کې  ۹۵ تنو زندانیانو د قرانکریم د حفظ او ناظرې دوره پایته ورسوله

news_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۲۰ - ۱۵:۳۳
خبر دستابندی

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په دې اړه د جوړو شویو پرتمینو مراسمو په ترڅ کې، چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"، د کورني تفتیش رئیس محترم مولوي فضل احمد "احمدي"، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي صدیق الله "صدیقي"، د پروان د زندان رئیس محترم شیخ  مولوي عبدالرحیم "احمد"، د دې ولایت د محکمې او پوهنې رئیسانو، د ځینو نورو امارتي ولایتي ادارو یو شمېر مسوولینو ، ديني عالمانو او ښوونکو شتون درلود، یادو زندانیانو ته د دوی د حفظ او ناظرې د دورې د پایته رسېدو مبارکي وویله او زیاته یې کړه، دا مهال د هېواد په زندانونو کې زندانیان د دیني او عصري زده کړو ترڅنګ د بېلابېلو کسبونو پر زده کړې بوخت دي.

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال وايي، له نېکه مرغه له فتحې راوروسته په زندانونو کې د جوړوشویو دیني مدارسو تر زرو زياتو زندانیانو قرانکریم په بشپړ ډول حفظ کړی او دا سلسله لا هم دوام لري.

هغه وايي: « له الله (ج) سره مې وعده کړې په زندانونو کې چې څومره محبوسين دي موږ به یې هم پر عصري او حرفوي زده کړو سمبال او هم به ترې د قران کریم حافظان او قاري جوړ کړو».

د محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په خبره، ځېنې مغرضې او پردي پالې رسنۍ د زندانیانو د وضعیت په تړاو ناسم خبرونه خپروي او په دې کاره سره غواړي چې خلک اندېښمن کړي، خو نوموړی زیاتوي، « د ا.ا.ا. تر بیا واکمنېدو د هېواد په هېڅ زندان کې د زندانیانو د شکنجې پېښه نه ده ثبت شوې او د زندانیانو کورنیو ته ډاډ ورکوم، چې د دوی اولادونو له مونږ سره امانت دي او د ساتنې او پالنې لپاره یې شپه او ورځ هڅه کوو».  

په ورته وخت کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد" په یادو مراسمو کې د زده کړو پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، د خوښۍ ځای دی چې د دغې برنامې تر چتر لاندې زندانیان د خپل بند په موده کې د قرانکریم حفظ کوي او د دې مودې تر پوره کېدو وروسته د یو حافظ په توګه خپلې کورنۍ او ټولنې سره یو ځای کېږي.

داراز، د ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد ناصري د خپلو خبرو پرمهال وویل، چې دې ادارې د زندانیانو لپاره د دیني، عصري او حرفوي زده کړو د مختلفو برنامو عملي کولو ته زمینه برابره کړې او په وینا یې دا اداره هوډ لري چې په نږدې راتلونکې کې د هېواد په ټولو زندانونو کې مجهز کتابتونونه جوړ کړي څو زندانیان د خپلې پوهې لوړونې لپاره ترې ګټه پورته کړي.

همداشان، د یادو مراسمو یوشمېر نورو ویناوالو هم په زندان کې دننه د دا ډول برنامو پرمخ وړل یو مثبت ګام وباله او د زندانونوچارو د سمون ادارې له رهبرۍ او مسوولینو څخه یې د مننې تر څنګ، د نورو دیني برنامو پر عملي کولو ټینګار وکړ.

د دغو پرتمینو مراسمو په پای کې، د پروان ولایت په زندان کې د قرانکریم د حفظ او ناظرې د دورې دغو۹۵ تنو زندانیانو ته د خیر د دعا په کولو د فضیلت پګړۍ پر سر شوې.

 

صفر المظفر ۶/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال خوست ولایت زندان څخه تر لیدنې وروسته د دې زندان لپاره نوی امر معرفي کړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې، چې د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل"، د لوګر ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مسوولینو ته د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب او تنظیم په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو، چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د پلان او پالېسی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۸:۴۶
Background image

ولایتي خبرونه (بلخ، ننګرهار) د بلخ ولایت زندان سره د عامې روغتیا ریاست او سرې میاشتې ټولنې له لوریو مرستې وشوې

د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري د دغه ولایت له زندان سره د روغتیايي خدمتونو د لا پیاوړتیا په موخه د یوه مجهز امبولانس مرسته وشوه.
د بلخ د زندان رئیس محترم مولوي کمال‌الدین "زاهد. . .

BACK TO NEWS