د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال او مل پلاوي یې د دې ادارې د ښوونې اوبیا روزنې له ریاست څخه لیدنه وکړه

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۷:۷
نظامي

د دغې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې، چې د ادارې د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي صدیق الله"صدیقي" یې هم ملتیا کوله د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې له رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري" سره ولیدل او د هېواد په زندانونو کې د دیني، عصري او حرفوي زده کړو  په برخه کې د غوره چوپړتیاوو د رامنځ ته کولو په موخه یې ورسره خبرې اترې وکړې.

داراز، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د کابل ولایت د څرخي پله په مرکزي محبس او توقیفخونه کې  د دیني، عصري او حرفوي زده ګړو د بهیر په برخه کې د لا پاملرنې، زندانیانو ته د دیني برنامو زیاتوالي، د یاد محبس کتابتون ته د پاملرنې او ورزشي برنامو د برابرولو په هدف د ښوونې او بیا روزنې مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

همدا راز، نظامي چارو مرستیال نوموړو مسوولینو ته د کابل ولایت په مرکزي ښځينه محبس کې د دیني مدرسې لپاره د ښوونکو  زیاتوالي او د زده کړو د بهیر لا منظموالي سپارښتنه وکړه.

په ورته وخت کې، د ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظرمحمد ناصري په خپلو خبرو کې زیاته کړه، په پام کې لري چې د هېواد په زندانونو، توقیفخونو او د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې د دیني او عصري زده کړو مختلفي برنامې په لاره واچوي څو په خبره یې زندانیانو، توقيفیانو او محجوزینو د وخت له بې ځایه تېرېدو څخه مخنيوی او په دیني او اسلامي فکر او روحیې وروزل شي.

 

محرم الحرام ۱۸/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۱۹
Background image

 ولایتي خبرونه: (پکتیا، کونړ) د پکتیا ولایت په زندان کې زندانیانو ته د )اصلاح او بریا( تر سرلیک لاندې د والیبال سیالیو ټورنمنټ پای ته ورسېد

دغه ټورنمنټ، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست په هڅو شاوخوا یوه میاشت وړاندې پیل شوی و، په کې د پکتیا د زندان د زندانیانو د(۳) لوبډلو، د دې زندان د مسوولینو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال خوست ولایت زندان څخه تر لیدنې وروسته د دې زندان لپاره نوی امر معرفي کړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې، چې د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل"، د لوګر ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مسوولینو ته د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب او تنظیم په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو، چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د پلان او پالېسی. . .

BACK TO NEWS