د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز کې ۹ تنو محجوزینو د قرانکریم د حفظ دوره پایته ورسوله

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۳ - ۱۴:۱۸
مرکز اصلاح

د دغې دورې د پای غونډې په مراسمو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"، د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي ضیاءالرحمن "سعید"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري"،  د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز رئیس محترم مولوي شرافت الله "حقاني"، د داخلي تفتیش رئیس محترم مولوي فضل احمد "احمدي"، د خوشې شویو بندي مجاهدینو د مشکلاتو د حل رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات" او د ارشاد او دعوت رئیس محترم مولوي صدیق الله "صدیقي" په ګډون پلاوی نوموړي مرکز ته ورغلی او هلته یې د خپلو خبرو پرمهال په داسې حال کې، چې د سترې محکمې د جزا دیوان رئیس محترم مفتي عتیق الله او یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، د دوی د حفظ د دورې د پایته رسېدو مبارکي ویلې او نوموړو محجوزینو ته یې په نورو دیني او عصري برنامو کې هم د ګډون لارښوونه کړې.

په ورته وخت کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د یادو مراسمو ګډونوالو ته په خبرو کې وویل چې دمګړۍ د هېواد په اصلاح او روزنې مرکزونو کې ۱۵۰۰ محجوزین شتون لري چې ټول په دیني، عصري او حرفوي زده کړو بوخت دي او پر مټ به یې نوموړي له ناوړه کړنو لرې پاتې او ټولنې ته د خدمت وړ وګرځي.

داراز، په یادو مراسمو کې  د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظرمحمد ناصري وویل چې د محجوزینو لپاره یې د دیني، عصري او حرفوي زده کړو مختلفو برنامو عملي کولو ته زمینه برابره کړې، څو پرمټ یې محجوزین وکولی شي له ناوړه کړنو لرې او له بنده تر ازادېدو وروسته خپلې کورنۍ او ټولنې ته د خدمت جوګه شي.

په ورته مهال، د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي ضیاء الرحمن سعید په خپلو خبرو کې د دغه مرکز دننه د دا ډول برنامو پرمخ وړل یو مثبت ګام وباله او په یاد مرکز کې یې د نورو دیني او عصري برنامو پر عملي کولو ټینګار وکړ.

دغه راز، په یاد مرکز کې د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزرا عالي مقام د منظورۍ د حکم پربنسټ، د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز رئیس په توګه محترم مولوي شرافت الله "حقاني" او محترم مولوي عبدالوارث "سادات"  د پخوانيو مجاهدینو بندیانو د ریاست د نوي رئیس په توګه د نظامي مرستیال له لورې کارکوونکو ته و پېژندل شو‍ل.

په پای کې ، د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز کې د محجوزینو د ښې روزنې په موخه یوه کمپیوټر خونه چې په مجهزو وسایلو سمبال ده د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستیال او یو شمېر نورو مسوولینو  هم حضور درلود ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.

 

 

ذوالحجه الحرام ۵/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۱۹
Background image

 ولایتي خبرونه: (پکتیا، کونړ) د پکتیا ولایت په زندان کې زندانیانو ته د )اصلاح او بریا( تر سرلیک لاندې د والیبال سیالیو ټورنمنټ پای ته ورسېد

دغه ټورنمنټ، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست په هڅو شاوخوا یوه میاشت وړاندې پیل شوی و، په کې د پکتیا د زندان د زندانیانو د(۳) لوبډلو، د دې زندان د مسوولینو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال خوست ولایت زندان څخه تر لیدنې وروسته د دې زندان لپاره نوی امر معرفي کړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې، چې د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل"، د لوګر ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مسوولینو ته د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب او تنظیم په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو، چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د پلان او پالېسی. . .

BACK TO NEWS