د زندانونو چارو د سمون په اداره کې نوې ګومارنې ترسره شوې

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۱ - ۱۴:۲۴
معاونیت

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه او اړتیا ته په کتو سره سم په دغې اداره کې نوې ګومارنې ترسره شوې.

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې، چې د ادارې د  نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د نظامي ښوونې او روزنې د واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مولوي شرافت الله "حقاني" او  یو شمېر نورو ملکي او نظامي مسوولینو هم شتون درلود، محترم مولوي مسافر "شهزاده"  د سمونوالۍ په بست کې د دې ادارې د پېژند د عمومي مدیر په توګه او محترم مولوي شهید الله "خالد" د فرمانونو د پلې کولو امر په توګه اړوندو  پرسونل ته وپېژندل شول.

د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"د یادو مراسمو پرمهال خپلو خبرو کې وویل، په ادارو کې تغییر او تبدیل یو اصل دی چې موخه ترې د کارونو ښه والی او پرمختګ دی نو هیله ده چې په دې برخه کې له نوموړو مسوولینو څخه په چارو کې ښې لاسته راوړنې ولرو.

همداشان، محترم پاسوال الحاج اسدالله مولانا په خپلو خبرو کې له مخکینیو مسوولینو څخه مننه وکړه او د هغو تېر خدمتونه او لاسته راوړنې یې وستایلې او له دواړو نويو ګومارل شویو مسوولینو څخه یې وغوښتل چې د اړوندو چارو د ښه پرمخ وړلو لپاره نه ستړې کېدونکو هلوځلو ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې، نویو ګومارل شویو مسوولینو په خپلو خبرو کې وویل: «موخه مو خدمت کول دي، نو په دې برخه کې د مشرانو اطاعت کوو او راسپارل شوي مسوولیتونه به په پوره رېښتینولۍ او امانتدارۍ سرته رسوو»

په پای کې یاد مراسم د دعا په ویلو سره پای ته ورسېدل.

 

ذوالقعدة الحرام ۱۱/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۱۹
Background image

 ولایتي خبرونه: (پکتیا، کونړ) د پکتیا ولایت په زندان کې زندانیانو ته د )اصلاح او بریا( تر سرلیک لاندې د والیبال سیالیو ټورنمنټ پای ته ورسېد

دغه ټورنمنټ، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست په هڅو شاوخوا یوه میاشت وړاندې پیل شوی و، په کې د پکتیا د زندان د زندانیانو د(۳) لوبډلو، د دې زندان د مسوولینو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال خوست ولایت زندان څخه تر لیدنې وروسته د دې زندان لپاره نوی امر معرفي کړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې، چې د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل"، د لوګر ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مسوولینو ته د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب او تنظیم په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو، چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د پلان او پالېسی. . .

BACK TO NEWS