ولایتي خبرونه( هرات- ننګرهار ) د هرات ولایت په زندان کې ۷۵ تنه زندانیان د قرآن کریم د تجوید او حسن قرائت دورې څخه فارغ شول

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۸ - ۱۳:۷
ولایتی

 

تیره ورځ د هرات ولایت په زندان کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ‎۷۵ تنو زندانیانو د قرآن کریم د تجوید او حسن قرائت دورې په بشپړولو سره د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

داراز، د دې ولایت د زندان مسوولینو د زندانیانو لپاره دیني او عصري زده کړې اړینې ووبللې او نوموړو زندانیانو څخه وغوښتل چې ترلاسه کړې زده کړې د نورو  سره  هم شریکي کړي څو الله ج او د هغه بنده ګان ورڅخه راضي شي.

داراز، د یاد زندان مسوولینو زیاته کړه د دې ولایت زندان د ښوونې او  بیا روزنې امریت په مټ سلګونو زندانیانو دیني، عصري او حرفوي زده کړې ترلاسه کړي او پر هغوی یې مثبت اغیز کړی چې د بند مودې پوره کېدو وروسته د سالمو وګړو په توګه ټولنې ته د خدت وړ ګرځېدلي دي.

همداراز، دې ولایت مسوولینو او پر سونل له لو رې د یو حشر په ترڅ کې د یاد زندان په انګړ کې زینتي نیالګي کېنول شول.

د نوموړي زندان مسوولینو د چاپیریال د سمسورتیا او لا ښکلا په موخه د نیالګیو کینول اړین یاد کړل او اړوندو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د یاد زندان په انګړ کې له ټولو شنو ونو او نورو بوټو څخه په سمه توګه ساتنه وکړي.

 

د یو بل خبر له مخې د یونیسف موسسې له لورې د ننګرهار ولایت د ماشومانو د اصلاح مرکز سره د مینځلو توکو مرسته وشوه

 

په دې مرسته کې چې (۲۴۰۰) چکۍ صابونونه او د میکروب ضد (۶۰۰۰) دانې کلورین ګولۍ شاملې دي چې د یونیسف موسسې د مسوولینو له لورې د دې ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مسوولینو ته وسپارل شول.

د ننکرهار ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز امر د یادې موسسې له مسوولینو څخه مننه وکړه او د ورته نورو مرستو په دوام یې ټینګار وکړ.

 

رمضان المبارک ۱۷/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۱۹
Background image

 ولایتي خبرونه: (پکتیا، کونړ) د پکتیا ولایت په زندان کې زندانیانو ته د )اصلاح او بریا( تر سرلیک لاندې د والیبال سیالیو ټورنمنټ پای ته ورسېد

دغه ټورنمنټ، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست په هڅو شاوخوا یوه میاشت وړاندې پیل شوی و، په کې د پکتیا د زندان د زندانیانو د(۳) لوبډلو، د دې زندان د مسوولینو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال خوست ولایت زندان څخه تر لیدنې وروسته د دې زندان لپاره نوی امر معرفي کړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې، چې د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل"، د لوګر ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مسوولینو ته د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب او تنظیم په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو، چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د پلان او پالېسی. . .

BACK TO NEWS