دخوست ولایت په زندان کې ۳۸ تنو زندانیانو د قرانکریم د حفظ او ناظرې دوره پایته ورسوله

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۵ - ۱۰:۳۵
دستاربندی

د دغې دورې د پای غونډې په مراسمو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په مشرۍ، او د ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث‎"سادات"، د کشف او اپراتیفي رئیس محترم مولوي عطامحمد "محمد" په ګډون پلاوی د خوست ولایت زندان ته ورغلي او هلته یې د خپلو خبرو پرمهال په داسې حال کې، چې د دې ولایت د امنیه قوماندان محترم حافظ رشید "عمري"، د عالمانو د شورا معاون محترم شېخ عبدالرحمن، د امربالمعروف او نهې عن المنکر رئیس محترم شېخ افضل "حسین"، د استناف محکمې رئیس محترم مولوي امین الله او یو شمېر نورو مسوولینو شتون درلود، د دوی د حفظ او ناظرې د دورې د پایته رسېدو مبارکي ویلې او نوموړو زندانیانو ته یې په نورو دیني او عصري برنامو کې هم د ګډون لارښوونه کړې.
داراز، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبيب الله بدر د غونډې ګډونوالو ته زیاته کړه: دا مهال د هېواد په زندانونو کې د زندانیانو له ډلې ۱۴زره يې په بېلابېلو برخو کې پر زده کړو بوخت دي چې تر زرو زيات یې د حفظ څخه فارغ شول، دا سلسله جريان لري، له الله ج سره مې وعده کړې په زندانونو کې چې څومره محبوسين دي زه به یې هم پر عصري او حرفوي زده کړو سمبال او هم به ترې د قران کریم حافظان او قاري جوړوم.
داراز، په یادو مراسمو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث‎ سادات وویل چې د زندانیانو لپاره یې د دیني، عصري او حرفوي زده کړو مختلفو برنامو عملي کولو ته زمینه برابره کړې، څو پرمټ یې زندانیان وکولی شي له ناوړه کړنو لرې او له بنده تر ازادېدو وروسته خپلې کورنۍ او ټولنې ته د خدمت جوګه شي.
په ورته مهال، د یادو مراسېمو ګډونوالو هم په خپلو خبرو کې د زندان دننه د دا ډول برنامو پرمخ وړل یو مثبت ګام وباله او د زندانونوچارو د سمون ادارې له رهبرۍ او مسوولینو څخه یې د مننې تر څنګ، د نورو دیني برنامو پر عملي کولو ټینګار وکړ.
په پای کې، د خوست ولایت په زندان کې د قرانکریم د حفظ او ناظرې د دورې دغو۳۸ تنو زندانیانو ته د خیر د دعا په کولو د دستار بندۍ مراسم هم ترسره شول.
 
شعبان المعظم۲۰/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۱۹
Background image

 ولایتي خبرونه: (پکتیا، کونړ) د پکتیا ولایت په زندان کې زندانیانو ته د )اصلاح او بریا( تر سرلیک لاندې د والیبال سیالیو ټورنمنټ پای ته ورسېد

دغه ټورنمنټ، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست په هڅو شاوخوا یوه میاشت وړاندې پیل شوی و، په کې د پکتیا د زندان د زندانیانو د(۳) لوبډلو، د دې زندان د مسوولینو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال خوست ولایت زندان څخه تر لیدنې وروسته د دې زندان لپاره نوی امر معرفي کړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې، چې د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل"، د لوګر ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۳۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مسوولینو ته د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د ترتیب او تنظیم په موخه یو ورځنی سمینار جوړ شو، چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د پلان او پالېسی. . .

BACK TO NEWS