ولایتي لنډ خبرونه:(ننګرهار، پکتیا)

news_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۵ - ۱۴:۴۷
ولایتی

د ننګرهار ولایت د زندان مسوولینو په وینا د دې ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ  د سیرت النبي (صلی الله علیه وسلم) ۱۰ ورځینۍ سیالۍ چې د یاد زندان ښوونې او بیا روزنې امریت له لوري په لاره اچول شوې د یو لړ مراسم په ترڅ کې پای ته ورسېدې
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې چې د یاد ولایت د زندان مسوولینو برخه لرله د نبوي (صلی الله علیه وسلم) سیرت د زده کړې او دغه ډول روزونکو برنامو په ارزښت یې خبرې و کړې.
نوموړو مسوولینو وویل: دا د هر مسلمان ځوان دنده ده چې د خپل محبوب پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) د مبارک سیرت څخه ځان خبر کړي او په خپل ورځني ژوند کې یې عملي کړي.
داراز، نوموړو ویناوالو د دې زندان د ښوونې او بیا روزنې مسوولینو مننه وکړه چې زندانیانو ته دغه ډول روزونکي پراګرامونه په لاره اچوي او په راتلوونکې کې یې د هغو پر دوام ټینګار وکړ. 

پکتیا:
بل لور بیا، د پکتیا ولایت د زندان مسوولین وايي  تېره ورځ په یاد زندان کې د زندانیانو د سالمې روزنې په موخه  ورزش مینه والو  ته د زندانیانو ترمنځ د والیبال سیالیو تورنمنټ چې په لاره اچول شوی وو، د عبدالله والیبال لوبډلې په اتلوالۍ سره پای ته ورسید.
د دې ولایت د زندان رئيس محترم مولوي سهيل "سعيد" په وینا دغو سیالیو موخه تفریح، د زندانیانو حالت څخه د خلکو خبراوی او د هغوی ترمنځ د یوې ښې سالمې فضا رامنځ ته کول وو، څو له یوې خوا زندانیان د خپګان احساس ونه کړي او له بلې خوا ورته د ورزش زمینه برابره شي او پرمټ یې روحي او جسمي روغتیا او سلامتیا ترلاسه کړي.

ذوالقعدة الحرام ۱۶/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۱:۱۷
Background image

ولایتي خبرونه: (هلمند، پکتیکا، هرات) ای سي ار سي نړۍوالې کمېټې د هلمند ولایت د زندان  له (۲۹۰۰) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

یاده مرسته، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ او د ای سي ار سي کمېټې له لورې د یاد ولایت د زندان له (۲۹۰۰)تنو نارینه، ښځینه زندانیانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۴:۵۵
Background image

ولایتي خبرونه: (کندهار، لوګر، پروان، هلمند) د کندهار ولایت د زندان سره د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د روغتیایي کیټونو او ژمنيو توکو مرسته وشوه

د غه مرسته، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو او د یاد زندان په همکارۍ د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لوري د بندیانو روغتیا ساتني او د هغوي د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۴:۴۳
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې ښوونیز مرکز کې د مرکزي محبس، ښځینه محبس، توقیفخونو، د مخدره توکو ځانکړي امنیت لرونکي محبس او د قطعې قرارګاه  (۶۲) تنو کارکوونکو ته یو میاشتنۍ  ښوونیز او روزنیز کورس پیل شو

دغه کورس، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د ښوونیز مرکز له خوا جوړ شوی چې ګډونوالو ته د دندو لایحو، د معلوماتو دقیق تحلیل، د زندانونو امنیتي وضعیت د لا ښوالي، د بندیانو سره ښه چلند د. . .

BACK TO NEWS