ولایتي خبر : (ننګرهار) د ننګرهار ولایت له زندان سره د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لورې د ژمنیو او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۴:۶
ولایتی

یاده مرسته، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ د سره صلیب له لورې چې د ژمي اړین توکي، د حفظ الصحې کیټونه او د اړتیا وړ نور توکي شامل ول، پر محبوسینو باندې د یادې کمېټې د مسوولینو په حضور کې ووېشل شوه.

د دې زندان رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" د نوموړې کمېټې څخه د مننې  ترڅنګ، یادې مرستې د زندانیانو د ژمي د اړتیاوو  د پوره کولو او د هغوي د حفظ الصحې د وضعیت د ښه والي په برخه کې اړینې وبللې او ترڅنګ يې په نورو کورنیو او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

 

جمادي الثاني ۴/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۳:۳۴
Background image

ولایتي خبر: (پکتیکا) د پکتیکا ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو

دغه ټورنمنټ چې د دې ولایت د ورزش او سپورت امریت په همکارۍ پيل شو، پینځه ورځې به دوام ولري او موخه یې د زندانيانو د ذهني سکون، سالمې او مثبتې بوختيا سربېره د اصلاح او روزنې د بهير د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د ملګرو ملتونو له لوري د ښځینه محبوسینو د خیاطۍ ټولګي سره د سولري او برقي تجهیزاتو مرسته وشوه

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ د ملګرو ملتونو (UN) له لوري د بامیان ولایت د ښځینه محبوسینو د صنعتي بلاک د خیاطۍ ټولګي د پیاوړتیا په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۰:۵۶
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس په کابل کې د یوناما دفتر له استازې سره ناسته ترسره کړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په داسې حال کې، چې د دې ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" او یو شمېر. . .

BACK TO NEWS