ولایتي خبر: (بلخ) د بلخ ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو ته د ديني، عصري او حرفوي زده کړو زمینه برابره شوې

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۰:۴۱
noori

د دې ولایت د زندان رئیس محترم مولوي کمال الدین "زاهد" په وینا، د نوموړي مرکز محجوزینو لپاره د اخلاقي او مسلکي روزنې ترڅنګ یې دیني، عصري او حرفوي زده کړو زمینه برابره کړې، څو د حجز مودې په پوره کېدو سره سم خپلو کورنیو او ټولنې ته د ګټورو وګړو په توګه د خدمت جوګه شي.

مسوولین زیاتوي، د یاد مرکز محجوزینو ته دم ګړۍ د یني زده کړو سربېره د موبایل ترمیم شاپونو کې د موبایل ترمیم عملي او نظري زده کړه ورکول کېږي او زده کوونکي ته د موبایل د بیا جوړښت، د تخنیکي ستونزو د پېژندنې او د هغو د حل لارې چارې زده کوي، چې دا مهارت کولی شي په راتلونکې کې د هغوی لپاره د کار زمینه برابره کړي.

همدارنګه، د نوموړۍ مرکز محجوزینو ته د سیرت النبی (صلی الله علیه وسلم) تدریس په منظم ډول ترسره کېږي، چې په کې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) مبارک ژوند، اخلاق، زغم او اسلامي ارزښتونه ورښودل کېږي، څو هغوی په خپل ورځني ژوند کې ترې ګټه واخلي.

د یو بل خبر له مخې، د بلخ ولایت د زندان رئیس په مشرۍ پلاوي د حیرتانو  توقیفخونې د بیا رغونې د بشپړولو چارو څخه ارزونه وکړله

یاده توقیفخونه چې د وخت په تېرېدو سره د بیارغونې او ترمیم ته اړتیا درلوده، د اړوندو مسلکي ټیمونو له خوا په اساسي ډول ترمیم او رغول شوې ده.

د یادې توقیفخونې د تعمیرونو ترمیم، د بریښنایې سیستم، د امنیتی تدابیرو پیاوړتیا، څلور طرفه جال جوړولو، وسپنیزې پایې او اغزن سیم په منظم ډول تاو شوی.

 

شوال المکرم ۱۹/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۳۴
Background image

ولایتي خبرونه: (زابل، ننګرهار، هرات، بادغیس) د زابل ولایت په زندان کې د ۳۰ تنو زندانیانو لپاره د سولري تخنیکي وسایلو د ترمیم درې میاشتنۍ مسلکي کورس پیل شو

یاد کورس د زابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ریاست له لورې د دې زندان د مسوولینو په همغږۍ پرانیستل شوی، چې موخه یې زندانیانو ته د مسلکي مهارتونو زده کړه او له خوشې کېدو وروسته د کار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۱۸
Background image

ولایتي خبر: (هرات) د هرات ولایت د زندان یو شمېر کارکوونکو ته د لیک او لوست زده کړو او ښونځيو ټولګي پرانېستل شو  

د دغه ولایت د زندان رئیس محترم مولوي شراف الدین په وینا، په یاد زندان کې د نورو اسانتیاوو ترڅنګ کارکوونکو  ته د ښوونځیو او لیک لوست زده کړو ټولګیو زمینه برابره شوه.

مسوولین زیاتوي، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۴:۴۶
Background image

ولایتي خبرونه: (ننګرهار، هرات) د ننګرهار ولایت د امنيې قوماندان د یاد ولایت د زندان څخه ليدنه وکړله

د دغه ولايت د امنيې قوماندان الحاج مولوي محب الله "حماس" په پېل کې د ننګرهار د زندان له رئیس محترم مولوي سهیل "سعید"سره د لېدنې پرمهال د زندان پر عمومي وضعیت او زندانیانو په اړه بحث او. . .

BACK TO NEWS